کابل (پژواک ١٠ غويى ٩١): د ارشاد، حج او اوقافو وزير هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دې وزارت نوې تګلاره جوړه کړې او له مخې به يې د جوماتونو پر امامانو او خطيبانو يو لړ قيود وضع شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه د دې وزارت مرستيال داعي الحق عابد، بي بي سي ته ويلي و چې که ملا امامان د ملي ګټو پر خلاف او د نوور هېوادونو په ګټه څرګندونې وکړي، نو له دندې به ګوښه او امنيتي ادارو ته به وروپېژندل شي.
خو د ارشاد، حج او اوقافو وزير محمديوسف نيازي، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د ملا امامانو په اړه د دې وزارت په تګلاره کې هېڅ کوم بدلون نه دى راغلى.
هغه زياته کړه: ((يو شمېر رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي، چې ګواکې دې وزارت نوې تګلاره جوړه کړې، چې له مخې يې پر ملا امامانو باندې بنديزونه لګول کېږي؛ دا سمه نه ده، زه په بشپړ ډول دا اوازې ردوم.))
دى وايي، باور لري چې د هېواد ټول خطيبان، امامان او ديني علما تر بل هر چا ډېر له خپل دين او وطن سره مينه لري او د هېواد ملي ګټې په ښه ډول رعايتوي.
خو نيازى وايي: ((که چېرې کوم څوک په تبليغ او خطبو کې د ملي ګټو پر خلاف څه وايي، د هغه په اړه عدلي او قضايي ارګانونه شته چې په اړه يې اقدام وکړي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP