Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بهسودو کې د يوه کلينيک ودانۍ جوړه شوه

جلال اباد، مهترلام (پژواک ١٠ غويى ٩١): د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د يوه کلينيک او ښوونځي پروژې بشپړې او د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار د برېښنا د ښاري شبکې فعالولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کلينيک د بهسودو ولسوالۍ په نجم الدين اخوندزاده کلي کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغه کلينيک ودانۍ د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) د ٥٥زره امريکايي ډالرو په لګښت د شپږو مياشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

نوموړي وويل، دغه کلينيک نسايي خونه، يوه پيردارخانه او انتظارخونه لري.

بل پلو ته د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د بحراباد ښوونځي انګړ دېوال سرته ورسېد.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک ته وويل، چې دغه دېوال د (پي ار ټي) ډلې له لوري د ٩٣زره امريکايي ډالرو په لګښت د ٦ مياشتو په موده کې جوړ شو.

هغه وويل، دغه دېوال  ١٢٠٠ متره اوږدوالى او دوه نيم متره سور لري.

د يوه بل خبر له مخې، د لغمان ولايت مرکز مهترلام د ښاري شبکې د فعالولو چارې نن د والي اقبال عزيزي له خوا پيل شوې.

د دې ولايت د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې د دې پروژې له لارې به په مهترلام ښار او شاوخوا سيمو کې د برېښنا پايې او لاينونه وغځول شي.

هغه زياته کړه، د يادې شبکې لګښت له هغو پيسو څخه ورکول کېږي، چې له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ته د برېښنا تېرولو په موخه ځانګړې شوې دي.

ځواک وايي، پر يادې شوې شبکې ٢٣ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي.

نوموړي وويل، چې له نغلو څخه د برېښنا د غځولو چارې بشپړې شوې دي، يواځې په بادپښ ولسوالۍ کې لږ کار پاتې دى او په لومړي پړاو کې به ننګرهار ته اته او لغمان ته څلور مېګاواټه برېښنا ورکړل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.