Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې ٩٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

کلات (پژواک ١٠ غويى ٩١): د زابل اوسېدونکي او د پوهنې چارواکي وايي، چې اوس مهال په دغه ولايت کې د پوهنيز بهير پر وړاندې يوه لويه ستونزه د ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون د‌ى او تر اوسه هم د دغه ولايت ٩٠سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

دوى وايي، چې په ډېرو سيمو کې زده کوونکي په خېمو کې او يا هم تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، چې دولت او مرستندويه ټولنې بايد ورته پاملرنه وکړي.

د کلات يو قومي مشر حاجي عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې اوس خلک د پوهنې په قدر پوهېدلي، خو د زده کړې لپاره امکانات نه لري.

د هغه په وينا، نا امني، د طالبانو ګواښ، د کتابونو، مسلکي ښوونکو او د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى هغه ستونزې دي، چې په دغه ولايت کې يې د ښوونې او روزنې چارې ټکنۍ کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو ستونزو کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون د دولت کمزوري ښيي، چې په تېرو شاوخوا يوولسو کلونو کې په دې ونه توانېد، چې په زابل کې د ۵۰-۶۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

حاجي عبدالله وويل: ((دولت او موسسې په ډېرو فرعي شيانو پيسې لګوي، خو د اساسي ستونزو د هواري لپاره توجه نه کوي، ښوونه او روزنه زموږ د ټولنې د راتلونکې لپاره ډېره مهمه ده او بايد توجه ورته شوې واى.))

د شاه جوي ولسوالۍ د شاحسن خېلو د ښوونځي سرښوونکى محمد داوود هم وايي، چې د ودانۍ نه شتون يې د ښوونځي تر ټولو ستره ستونزه ده.

هغه وويل، چې اوس د وسلوالو طالبانو له خوا د دوى د ښوونځي پر وړاندې کومه ستونزه نشته، خو دولت دوى ته پاملرنه نه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ د ښوونځي زده کوونکي د سړک پر غاړه په سپېره ځمکه ناست دي، خېمه او فرش هم نه لري، نو په داسې حال کې به دوى څه زده کړاى شي.))

د محمد داوود په وينا، د دوى ښوونځى شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي لري او دغه شمېر ورځ په ورځ نوره هم ډېرېږي، خو کله چې زده کوونکي په دې دوړو او باران کې کېني، نو يو شمېر يې بېرته له ښوونځي څخه زړه توري کېږي.

د همدغه ښوونځي د لومړي ټولګي يوه زده کوونکي اته کلن عبدالقاهر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ناستې لپاره هېڅ هم نه لري او په سپېره ځمکه کېني.

ده زياته کړه: ((په ځمکه ناست يم او له بوټونو سره درس وايم، که بوټونه وکاږم نو پښې مې په ډبرو خوږېري، مکتب مو خېمه هم نه لري، موږ له دوړو او باران څخه ډېر په عذاب يو.))

د زابل د پوهنې رياست چارواکي هم د ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون يوه لويه ستونزه بولي او زياتوي، چې د له منځه وړلو لپاره يې دوى خپل ټول توان په کار اچولى دى.

د دغه ولايت د پوهنې رييس رحيم الله لودين پژواک اژانس ته وويل، چې دا ستونزه يواځې په شاه جوى کې نه، بلکې په ټول ولايتونو کې ٩٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې ډېر شمېر فعاله ښوونځي په کرايي کورونو او خېمو کې او ځيني تر شنه اسمان لاندې خپل فعاليت کوي.

د هغه په وينا، دا ستونزه يې د زابل له لوړ پوړو چارواکو او د پوهنې له وزارت سره شريکه کړې او له هغوى څخه يې په دې اړه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پوهنې رييس وايي، چې دوى د ۱۳۹۱ کال لپاره د ۳۲ ښوونځيو، چې ودانۍ نه لري لېست د پوهنې وزارت ته ورکړى او هغوى ورسره ژمنه کړې ده، چې په دې برخه کې به بوديجه ورته ځانګړې کوي، تر څو دغه ستونزه تر يوې کچې راټيټه شي.

د يادونې ده، چې د زابل ولايت اوسېدونکي تل په مرکزي دولت نيوکه کوي، چې د دغه ولايت بيارغونې او په کې د بنسټيزو پروژو عملي کولو ته يې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.