کابل (پژواک ١١ غويى ٩١): د روان زېږديز کال تر پايه د عينک د مسو کان د لرغونو اثارو د اتو سيمو د کېندنو کار بشپړېږي او په ٢٠١٣ کال کې به د مسو د استخراج په موخه کېندنې پيل شي.
دغه څرګندونې د کانونو وزير وحيدالله شهراني د غويي په ١١مه، کابل کې خبريالانو ته وکړې.
د عينک د مسو کان د استخراج او اکتشاف پروژه په ١٣٨٧ کال کې د ازاد رقابت له لارې د (ام سي سي) په نوم يوې چينايي کمپنۍ ته ورکړل شوې ده.
د مسو دغه کان چې په لوګر کې موقعيت لري او ١٢ ميليونه ټنه مس په کې اټکل شوى، په نړۍ کې د مسو له لويو کانونو څخه شمېرل کېږي او ټاکل شوې ده، چې ياده کمپنۍ په دې کان کې تر پنځه ميليارده امريکايي ډالرو پانګونه وکړي.
د افغانستان د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، يادې کمپنۍ تراوسه د مسو کان د دې پروژې پر بنسټيزو چارو له ٣٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو څخه زياته پانګونه کړې او اکتشافي کارونه يې بشپړ کړي دي.
د دې کان په سيمه کې لرغوني اثار شته چې د چارواکو په وينا، د مسو د استخراج کارونه يې له ځنډ سره مخ کړي دي. هغوى وايي چې امنيتي ستونزې او په سيمه کې ناچاودېدونکي توکي هم د کار د ځنډ لاملونه دي.
شهراني په هغې غونډه کې چې نن د يادو لرغونو اثارو د کېندنو په اړه، بهرنيو مرستندويانو او د مدني ټولنې استازو ته د معلوماتو ورکولو په موخه جوړه شوې وه، وويل چې دا مهال سيمه له ناچاودېدونکو توکو څخه پاکه شوې او امنيتي ننګونې هم کمې شوې دي؛ خو د لرغونو اثارو کېندنې اوس هم دوام لري.
شهراني وايي، دا مهال د ياد شوي کان په سيمه کې د لرغونو اثارو ٨ داسې سيمې شته، چې د مسو د استخراج په موخه د کېندنو مخه يې نيولې ده.
د هغه په وينا، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره يوځاى هڅه کوي، چې د يادو سيمو کېندنې په فني ډول د روان زېږديز کال تر پايه ترسره او ترلاسه کېدونکي لرغوني اثار خوندي او مناسب ځاى ته ولېږدول شي.
دى وايي، په پام کې ده چې تر دې وروسته د مسو د استخراج کېندنې پيل او په ١٣٩٣ کال کې د دې کان مس سوداګرۍ ته چمتو شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين چې په نننۍ غونډه کې يې ګډون درلود، وويل چې دا مهال په ياد کان کې د نړيوال بانک له خوا د ٢٢ بهرنيو متخصصينو په همکارۍ ٢٤ لرغون پېژندونکي د لرغونو اثارو په کېندنو بوخت دي.
دغه راز هغه وويل، چې په دې برخه ٥٠٠ کارګران استخدام شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موزيمونو رياست او د ملي موزيم مشر عمراخان مسعودي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ١٣٨٨ کال راهيسې د ياد شوي کان له سيمې شاوخوا ٩٠٠ ټوټې لرغوني اثار ترلاسه شوي دي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن