محمودراقي (پژواک ١١ غويى ٩١): د کاپيسا د ولايتي شورا ودانۍ د ياد ولايت په مرکز محمودراقي ښار کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې ودانۍ کار يو کال مخکې پيل او نن (د غويي ١١مه) په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړي په وينا، د دغې ودانۍ لګښت چې په يوه پوړ او اساسي توګه جوړه شوې، څه دپاسه ٣٠٠زره امريکايي ډالره کېږي، چې د بګرام په هوايي دګر کې د امريکا د ولايتي بيارغونې د ډلې له خوا ورکړل شوى دى.
سنجني زياته کړه، چې د کاپيسا د ولايتي شورا نوې ودانۍ په يوه پوړ کې جوړه شوې او ١٥ اداري خونې، د ډوډۍ خوړولو خونه، د کنفرانسونو سالون او نور ملحقات لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، مخکې له دې د ولايتي شورا اداري کارونه د کاپيسا ولايت د مستوفيت اړوند په يوې ودانۍ کې ترسره کېدل.
نوموړي وويل، چې د ځاى له اړخه د دوى ستونزه هواره شوې او کولى شي په ښه توګه د خلکو د ستونزو هوارولو لپاره اقدام وکړي.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين صافي، د ولايتي شورا د ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې له پي ار ټي څخه مننه وکړه او د هغوى د همکاريو د دوام غوښتنه يې وکړه.
نوموړي وويل، چې د کاپيسا يو شمېر نورې ادارې هم ودانۍ نه لري، چې په دې برخه کې د پي ار ټي د مرستې غوښتنه يې وکړه.