Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ١١ غويى ٩١): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو له څلور سوو زياتو کريډيټ کارت پلورونکو اعتراض وکړ، چې بانکونه ترې وړې افغانۍ نه اخلي.

په ختيځ زون کې د کريډيټ کارتونو پلورونکو د اتحاديې مشر حاجي حبيب الله د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په جلال اباد ښار کې د ميوند، عزيزي، غضنفر، کابل او يونايټېد خصوصي بانکونه يې د ټولنې له غړو څخه له سلګونونو ټيټې افغانۍ نه اخلي.

د نوموړي په وينا، دغې چارې يې کاروبار ټکنى کړى دى.

حبيب الله وويل، چې دغه بانکونه د پيسو زېرمه کولو پر مهال لسګون او شلګون بانک نوټونه نه اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان بانک د ختيځ زون امريت ورته رسمي مکتوب ورکړى، خو د خصوصي بانکونو چلوونکي ورته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

د حبيب الله په وينا، بانکونه ورته دليل راوړي، چې ملي بانک له دوى څخه وړې پيسې نه اخلي.

نوموړي ګواښ وکړ، که دغه ستونزه يې هواره نه شي له خپلو ټولو غړو به وغواړي چې کريډيټ کارتونه په پاکستانۍ کلدارو وپلوري.

د ده په وينا، په ټول ختيځ زون کې څلور سوه تنه په کريډيټ کارتونو پلورلو بوخت دي، که يې ستونزه يې هواره نه شي کاروبار يې په ټپه دريږي.

په يوه لاس معيوب حيات الله، چې په جلال اباد ښار کې يې د بېلابېلو مخابراتي کمپنيو کريډيټ کارتونه پلورل، پژواک اژانس ته وويل: ((خريداران رانه کارتونه په لسګون، شلګون او پنځوسي نوټونو اخلي، زه غټې پيسې له کومه کړم چې بانک ته يې ورکړم.))

هغه زياته کړه، چې له څو ورځو راهيسې کارتونه په پاکستانۍ کلدارو پلوري؛ ځکه يې په افغانيو نه ورکوي، چې بانکونه ترې ماتې افغانۍ نه اخلي.

په ختيځو ولايتونو کې د افغانستان بانک لوى امر حاجي روح الله پژواک اژانس ته وويل، چې ټولې افغانۍ له ملي بانک څخه خپرې شوې، هېڅوک حق نه لري، چې له اخيستو يې ډډه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې ټول بانکونه مکلف دي چې د راکړې ورکړې پر مهال شل سلنه ماتې افغانۍ په جريان کې واچوي.

د هغه په وينا، چې د کارت پلورونکو موضوع يې په مکتوبي بڼه ماليې وزارت ته استولې، چې د وزارت له امر وروسته به په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي.

د يادونې ده، چې لا له وړاندې په ختيځو ولايتونو کې نوي سلنه راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.