Language

بشري قوه د کار د نشتوالي له امله هېواد پرېږدي

مزارشريف (پژواك ١٢ غويى ٩١): په بلخ ولايت كې د ٦٠ سلنه خلكو ژوند د بې كارۍ له امله له ستونزو سره مخ دى.

 د بلخ په مركز مزاشريف ښار كې د غويي په ۱۲مه، د كارګر د ورځې د نمانځنې په ترڅ د دغه ولايت د كارګرو د ملي ټولنې مرستيال حبيب الله پژواك خبري اژانس ته وويل، چې بلخ كې څه هم د تېرو لسو كلونو په ترڅ كې په ډېر برخو كې پرمختګ كړى دى؛ خو لا يې هم اوسېدونكي د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه برخمن نه دي.

 نوموړي زياته كړه، چې په دغه ولايت كې هم خلك د بې كارۍ له امله د ژوند په اوږدو كې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 د هغه په وينا، اوس هم په دغه ولايت كې ۶۰سلنه وګړي د كار د نه پيدا كېدو له امله له ستونزو سره مخ دي.

 حبيب الله وويل چې په يوه سيمه كې د كار زمينه برابرول، د پرمختګ له ټولو اړخونو سره نېغې اړيكې لري؛ خو په بلخ ولايت كې دغه اسانتيا نه ده برابره شوې.

 نوموړي زياته كړه، که چېرې دولت د كار موندنې په برخه كې جدي هڅې ونه كړي، نو ډېره بشري قوه به د ژوند د تېرولو په موخه هېواد پرېښودو ته اړ شي.

 د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل وايي، چې د دوى اتحاديې هم دغه ورځ د (کار غواړو او د ټولو لپاره يې غواړو) تر شعار لاندې ونمانځله.

 هغه د دې ورځې په مناسبت د افغانستان او نړۍ له ټولو کارګرو سره د يووالي څرګندونه وکړه او ويې ويل، چې دوى د هېواد د ټولو کارګرو او مزدورانو له حقونو څخه دفاع کوي.

 ډاکټر عادل له حکومت څخه وغوښتل، چې په هېواد کې د بې کارۍ ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او خلکو ته دې د کار زمينه برابره کړي.

 نوموړي دغه راز پر حکومت غږ وکړ، چې د کارګرو نړيواله ورځ دې د ملي بامعاشه رخصتۍ په توګه اعلان کړي.

 د بلخ د كار او ټولنيزو چارو د بشري قواوو د تنظيم مدير غوث الدين پژواك اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت كې په ټوليز ډول ۸۰سلنه خلك د بې روزګارۍ ښكار دي.

 نوموړي زياته كړه، كه څه هم د بې كارۍ زياته سلنه په بې سواده كسانو كې ده؛ خو زيات شمېر لوستي خلك هم د روزګار د نه پيدا كېدو له امله له ستونزو سره مخ دي.

 غوث الدين وويل: ((د تېر كال په اوږدو كې يواځې دوه زره ليسانسه كسانو د دوى له دفتر سره په دې موخه ځانونه ثبت كړي، چې ګوكې دندې به ترلاسه كړي.))

 ويس مهرابي، يو له هغو لوستو ځوانانو څخه دى چې د تېر كال په اوږدو كې يې له دغه رياست سره د دندې پيدا كېدو په موخه نوم ثبت كړى دى.

 نوموړي پژواك ته وويل، دوه كاله كېږي چې د بلخ پوهنتون له كرنې پوهنځي څخه فارغ شوى دى.

 د هغه په وينا، ډېره هڅه كوي چې دنده پيدا كړي او له لارې يې خپلې ورځنۍ اقتصادي ستونزې حل كړي؛ خو نه توانېږي.

مهرابي وويل چې لا هم دى د دندې پر پيدا كېدو نه دى توانېدلى.

 غوث الدين وويل، په بلخ ولايت كې د بې كارۍ ستونزه له ټولو ستره ده، چې بايد مخنيوى يې وشي.

 نوموړي زياته كړه، كه چېرې په لويو ښارونو كې فابريكې جوړې او نورې ورته اوږدمهاله پروژې پيل وشي، نو تر ډېره به د بې روزګارۍ كچه ورسره ټيټه شي.

 د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې درې ميليونه خلک اوس هم بې کاره دي؛ په داسې حال کې چې سل زره بهرني کارګر په غير قانوني توګه په هېواد کې په کار بوخت دي.