اسعداباد (پژواک ١٢ غويى ٩١): د خاص کونړ ولسوالۍ امنيه قوماندان د وظيفوي غفلت او يو بل افسر د اختلاس له امله له يوه کال څخه تر پنځو کلونو بند محکوم شول.
دغه دوه تنه نن (د غويي ١٢مه) په علني توګه د کونړ د مرکز اسعداباد د استيناف په رياست کې محاکمه شول.
د کونړ د پوځي محکمې څارنوال عبدالمعبود خليلزي، د خاص کونړ ولسوالۍ امنيه قوماندان په وظيفوي غفلت او د قوماندانۍ اکمالاتي امر يې د اختلاس په تور تورن کړ.
نوموړي زياته کړه، چې د خاص کونړ د ملي پوليسو سربازانو لپاره ٢٧ کيلوګرامه غوښه حواله وه؛ خو دوى ورته ١٣ کيلوګرامه غوښه خريداري کوله.
څارنوال خليلزي د دوى لپاره د قانون د ٢٦٨مې مادې د حکم پربنسټ د سزا غوښتنه وکړه، څو د نورو لپاره عبرت وګرځي.
د دواړو تورنو کسانو مدافع وکيلانو محمدطاهر فيصل او توريالي، د څارنوال ټولې ادعاوې بې بنسټه وبللې او له قضايي هيئت څخه يې د دوى لپاره د برائت غوښتنه وکړه.
د خاص کونړ څو سربازانو هم په دې ګواهي ورکړه، چې د دوى په خوراک څښاک کې د پخوا په پرتله ډېر ښه والى راغلى دى.
دوى هغه ليکل شوى استعلام، چې د دوى په نومونو او د دوى د ګوتو نښې پرې لګېدلې وې، رد کړ او ويې ويل: ((زموږ څخه په دې اړه هېڅ ډول پوښتنه نه ده شوې او نه مو کوم شکايت کړى، په دغه دوسيه کې چې زموږ په نوم کوم سند چا جوړ کړى، دا جعلي دى او موږ يې نه منو.))
د قضايه هيئت مشر قاضى محب الله د ټولو خواوو د ادعاوو او شاهدانو د خبرو له اورېدو وروسته، اکمالاتي امر شمس الرحمن ته د جزا قانون د ٢٦٨مې مادې له دوهم بند سره سم په پنځه کاله او يوه مياشت تنفيذي بند او د جزا قانون د ٢٧٣مې مادې د لارښوونې پربنسټ، د اختلاس شوې غوښې په رد د اختلاس شوي مال او په معادل د دغو روپيو، چې ٣٠٠زره شپږڅلوېښت زره او پنځه سوه افغانۍ دي، محکوم په جزا کړى دى.
دغه راز نوموړي، حبيب الله جنګي د وظيفوي غفلت له مخې د عسکري جرايمو د قانون د ٤٣مې مادې د حکم پربنسټ په يو کال تنفيذي بند محکوم کړ.
نوموړي وويل، دا حکم قطعي نه دى او د تمييز غوښتنه کولاى شي.
د کونړ يوه اوسېدونکي ذبيح الله چې د محاکمې جريان يې له نږدې ليدلى و، پژواک ته وويل، که چېرته ټول لوى او واړه کسان په دغه علني ډول محاکمه او سزا ورکړل شي، نو په دولتى ادارو کې د اختلاس او اداري فساد کچه به راټيټه شي.
نوموړي زياته کړه، که چېرته ټيټ پوړي او بې واسطې خلک محاکمه کېږې او د لوړپوړو له محاکمې ډډه وشي، نو بيا هېڅ معنا نه لري او فساد به له دې هم زيات شي.