کابل (پژواک ١٢ غويى ٩١): ابتدايه محکمې د سحرګل په نوم د شکنجه شوې مېرمنې، خسر، خواښې او نندرور د سحرګل د ځورونې، ګوښه ساتنې، اجباري کار ته د اړ اېستو او د هغې د مرګ د هڅې په تور، هر يو په ١١ کاله او ٩ مياشتې بند محکوم کړل.
۱۵ کلنه سحرګل هغه ښځه ده، چې تېر کال په مرغومي مياشت کې د بغلان د پوليسو په مرسته له خپله کوره په داسې حال کې راووېستل شوه، چې د خپلې خسرګنۍ له لوري ډېره وهل شوې او شکنجه شوې وه.
پوليس وايي، مېرمن سحرګل د خپلې خسرګنۍ له خوا ٦ مياشتې د خپل کور په تشناب کې ساتل شوې، سوځول شوې او وهل شوې وه، نوکان او وېښتان يې اېستل شوي او غوښې يې په انبورونو پرې شوې وې.
په دې تړاو نن ياد شوي درې تنه د کابل ښار په ابتدايه محکمه کې په علني ډول محاکمه شول.
د کابل ښار د ابتدايه محکمې د څلورمې حوزې د جزا دېوان مشر قضاوت مل عبدالباسط بختياري وويل چې د سحرګل خسر، خواښې او نندرور د سحرګل د وژنې د هڅې په تور هر يو په لس کاله تنفيذي بند سزا محکوم شول.
دغه راز ده وويل، چې هر يو محکوم تورن د سحرګل د شکنجې او ټپي کېدو په تور پر يوه کال تنفيذي بند محکوم دى.
همداراز محکمې له تورنو کسانو څخه هر يوه ته د سحرګل د ګوښه ساتنې له امله ٣ مياشتې او اجباري کار ته د هغې د اړ اېستنې له امله ٦ مياشتې تنفيذي حبس واوراوه.
بختياري وويل چې د يادو کسانو تنفيذي حبس پيل، د نظارت او توقيف له نېټې شمېرل کېږي.
چارواکي وايي، چې دغه کسان تېر کال په مرغومي مياشت کې نيول شوي دي.
د ابتدايه محکمې د څلورمې حوزې د جزا دېوان مشر، په داسې حال کې چې د قضيې دواړه لوري حاضر وو، وويل چې د دې محکمې پرېکړه وروستۍ نه ده او که چېرې لوريو ته د منلو نه وي، نو ښايي د استيناف غوښتنه وکړي.
د بختياري په وينا، د سحرګل خاوند او لېور هم په قضيه کې لاس لري، چې تردې دمه نه دي نيول شوي؛ خو پوليس يې په لټه کې دي.
سحرګل له رسنيو سره په خبرو کې د محکمې له پرېکړې خوښي وښوده؛ خو له مېړه څخه يې د طلاق اخيستو غوښتنه کوله.
دغه راز هغې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو په اړه وويل: ((له محکمې غواړم چې د دوى نوکان هم وباسي او داغ ورکړي.))
خو د سحرګل خسرګنۍ، نن په محکمه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او د محکمې پر حکم يې اعتراض وکړ او هغه يې ناعادلانه وباله.
د سحرګل خواښې سياه موى، د سحرګل د ځورونې او د هغې د وهلو ټکولو او په تشناب کې د ساتلو تورونه رد کړل او د هغې پرځان د ټپونو نښې يې د ناروغۍ له امله وبللې.
خو د سحرګل تره د عيني شاهد په توګه، نن په محکمه کې وويل چې په وار وار د خپلې ورېرې د ليدلو لپاره د هغې د خاوند کور ته تللى دى؛ خو د هغې خسرګنۍ په يوه او بله بهانه د سحرګل له ورښودو ډډه کوله.
ده وويل چې له ډېر ټينګار وروسته، يو ځل د سحرګل خسرګنۍ په ډېر بد حالت کې سحرګل، چې پښه يې هم ماته وه، له تشنابه راووېسته او ده ته يې وروښوده.
١٥ کلنې مېرمن سحرګل هم د خپلې خواښې څرګندونې رد کړې او هغې د خبرو پر اعتراض يې خپلسر لوڅ کړ، چې وېښتان يې شکول شوي وو، پر مرۍ يې داغونه ښکارېدل او غوښتل يې چې پر ځان د شکنجو نښې قاضي ته هم وروښيي.
مېرمن سحرګل همداراز د ګوتو په اشارې سره خپله نندرور، چې دې يې نوم ګل شاه يادواه، هم د ځان پر ځورونې تورنه کړه.
خو ناستې مېرمنې، بيا ځان ماه خورد نومې باله او ويل يې چې د سحرګل په ځورونه کې لاس نه لري.
د ماه خورد مدافع وکيل هم د نوم د تناقض او ځينو نورو دلايلو له امله خپله موکله بې ګناه بلله؛ خو د محکمې مشر بيا ويل چې ماه خورد په ګل شاه مشهوره ده او هغه څوک ده، چې د سحرګل په ځورونه کې لاس لري.
د سحرګل خسر هم پر ده لګېدلي تورونه رد کړل.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د تېر کال په لړم کې يو راپور خپور کړ، چې له مخې يې په تېرو نهو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩زره پېښې ثبت شوې دي.