ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرستندويه او قراردادي کمپنيو ترمنځ ستونزې، د سړکونو د چارو درېدو لامل شوې

author avatar
1 May 2012 - 10:52
author avatar
1 May 2012 - 10:52

ګردېز (پژواک ١٢ غويى ۹۱): د پکتيا د فوايد عامې رييس وايي، چې د ګردېز-خوست او ګردېز-غزني تر منځ د غځېدلو لارو چارې د مرستندويه موسسو او قرارداديانو تر منځ د نامعلومه ستونزو له کبله په ټپه ولاړې دي.

د پکتيا د فوايد عامې رييس انجنير عبدالله دراني پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ګردېز-خوست او ګردېز-غزني ترمنځ پر غځېدلو لارو د مرستندويه موسسو او قرارداديانو ترمنځ د يو لړ نامعلومو ستونزو له امله کارونه په ټپه ولاړ دي.

د هغه په وينا، دوى د يادو پروژو په اړه له مرستندويه موسسو او قرارداديانو سره د فوايد عامې وزارت د استازو په ګډون په بګرام کې ناسته درلوده او ښايي د خوست-ګردېز سړک چارې ژر پيل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د خوست-ګردېز لاره نه يواځې د پکتيا او خوست د خلکو لپاره، بلکې د ټولو افغانانو لپاره مهمه ده.

ده وويل: ((په دغه سړک کلونه، کلونه تېر شوي، دغه پروژه چې د جوړېدو چارې يې په لومړي سر کې د ډونر (USAID) له لوري د LGB په نوم موسسې ته ورکړل شوې او هغوى درېيم لاس له يوې هندي کمپنۍ سره قرارداد وکړ او هغې هم ونه شو کړاى چې دغه کار سر ته ورسوي.))

د دراني په خبره، د هندي کمپنۍ او LGB ترمنځ د ځينو اختلافاتو له امله د يادې پروژې چارې په نيمايي کې پاتې شوې او وروسته LGB د دغه سړک چارې په خپله پيل کړې، چې بيا هم له (USAID) سره د دوى څه ستونزې پيدا شوې او پروژه په ټپه تر دې مهاله ودرېده.

دی وايي، چې د يادو ادارو ترمنځ پر ستونزو باندې دوى تر ډېرو پلټنو او پوښتنو وروسته هم پوه نه شول.

دراني وويل: ((د نړيوال بانک، فوايد عامې وزارت او (USAID) استازو په بګرام کې غونډه درلوده او د (USAID) استازي وويل، چې د خوست-ګردېز سړک چارې پيلوي او دوى د دغې پروژې لپاره پيسې لري.))

د هغه په وينا، اوس د ياد سړک قرارداد د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) د المشرق په نوم له يوه افغاني شرکت سره کړی دی، چې يو شمېر لومړني کارونه يې ترسره شوي دي.

نوموړی تمه لري، چې د فوايد عامې وزارت، د پکتيا د ولايت مقام او د سيمې د خلکو په مرسته به په دغه ولايت کې د لويو لارو په اساسي ډول د جوړېدو ولاړې پروژې ډېرې ژر پيل کړي.

دی وايي، چې ځينې لويې لارې په ډېر ښه او اساسي ډول جوړې شوې او ځيني نور سړکونه، لکه د ګردېز-ډ‌نډې پټان ترمنځ غځېدلی سړک، چې اته ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي سم نه دی جوړ شوی، چې د بيارغونې چارې يې د فوايد عامې وزارت له لوري په روانه مياشت کې پيليږي.

درانی د ګردېز-غزني ترمنځ د غځېدلې لارې د ولاړې پروژې په اړه وايي، چې د دغه سړک چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې، خو د مرستندويه او قراردادي انجيو ترمنځ د ناڅرګندو ستونزو له امله دغه پروژه وتړل شوه.

د ده په خبره، ياد سړک، چې په دوو برخو وېشل شوى، ۴۲ کيلومتره له ګردېز څخه تر زرمت او بيا له هغه ځايه تر غزني پورې غځول کېده.

دى وايي، چې مرستندويه موسسې د ناڅرګند لامل له مخې پر قراردادي پيسې ودرولې او قراردادي کار بس کړ.

د فوايد عامې رييس وويل: ((ما په بګرام کې په ياده غونډه کې د دغه سړک يادونه وکړه، هغوى ويل چې ځينې ستونزې په قراردادي کې وې او همدارنګه امنيتي ستونزې هم وې، خو د امنيت خبره يې ما په دلايلو رد کړه او اوس هم وايم چې په پکتيا کې د امنيتي ستونزو له امله هېڅ پروژه نه ده تړل شوې، د ډونرانو او انجيوګانو ترمنځ خپلمنځي ستونزو پروژې تړلې دي.))

د هغه په وينا، د سړک د پراخوالي لپاره، د سيمې خلکو سړک ته څېرمه کورونه، باغونه او دوکانونه ونړول، خو چارې يې اوس په ټپه ولاړې دي.

دی زياتوي، چې د ګردېز-زرمت سړک د کار د ځنډېدو په لامل اوس هم نه پوهېږي او په دې هم نه دى خبر چې چارې به يې کله پيل شي.

نوموړی وايي، چې دوى له فوايد عامې وزارت څخه غوښتي، چې د دغه او نورو سړکونو په اړه دې په نږدې راتلونکي کې غوڅ تصميم ونيسي؛ ځکه چې خلک ترې په دې اړه پوښتنې کوي او دوى يې ځواب نه لري.

خو د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د فوايد عامې وزارت چارواکي او د پکتيا اداري رييسان په يوه او بله پلمه ځانونه تېرباسي او کار نه پيلوي.

د هغه په وينا، که چېرې کار پيل نه شي، تر هغې دغه ژمنې د تېر په څېر غولونکي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په وار وار د خلکو غوښتنې تر وزارتونو رسولې او له هغو مو غوښتي، چې د ټولو سړکونو په اساسي ډول د جوړېدو چارې، چې اوس ولاړې دي بيا پيل کړي.))

د احدي په خبره، که چېرې وزارتونه همدغسې خپلو ناغېړيو ته دوام ورکړي او په ولاړو پروژو کار پيل نه کړي، دوى به په لاريونونو لاس پورې کړي.

د يادونې ده، چې د خوست-ګردېز ترمنځ د غځېدلې لارې د جوړېدو قراردادونه درې ځلې لغوه شول او اوس هم په دې لاره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.