Language

لښکرګاه (پژواک ١٢ غويى ٩١): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د روخام ډبرو د فابريكې په توليداتو كې پنځه شپېته سلنه زياتوالى راغلى دى.

د لښكرګاه د روخام فابريكه، چې شاوخوا پنځوس كاله وړاندې جوړه شوې، خو د تېرو جګړو پر مهال يې كارونه په ټپه درېدلي وو، ماشينري يې هم له فعاليته لوېدلې وه.

د دې فابريكې د خصوصي سكټور رييس محمد لعل كارګر د غويي په ۱۲مه پژواك خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو كې چې د فابريكې چارې تر ډېره دوى ته سپارل شوې، په كارونو كې يې ښه والى راغلى دى.

هغه زياته کړه، چې په ياده فابريكه كې د ماشينرۍ او د مسلكي كار كوونكو د نه شتون له امله كارونه پڅ وو، خو اوس مهال ۱۲۰ كار كوونكي په فابريكه كې دننه او ۱۲۰ نور د روخام د ډبرو په كان كې، چې له پاكستان سره پر پوله د ديشو په ولسوالۍ کې دى، كار كوي.

نوموړي وويل، چې اوس مهال يې ماشينونه پوره كړي او كار كوونكي يې د مسلكي كسانو له خوا، چې له پاكستان څخه راوستل شوي، روزل شوي دي.

د فابريكې رييس وايي، چې د ډبرو په راوړلو كې اوس هم ستونزې لري؛ ځكه كان له مركز لښكرګاه څخه ۳۶۰ كيلومتره په لرې واټن كې موقعيت لري، د امنيتي ستونزو او د لارې خرابوالي له امله نه شي كولاى، چې پر وخت ډبره را ورسوي.

نوموړى زياتوي، كه يې د لارې ستونزې هوارې شي، سيمې ته هم د ډبرې د رابېلولو ماشينونه وليږي، كېداى شي چې په كارونو كې يې نور هم ښه والى راشي او تر شپږ سوه زيات نور كارګر په فابريكه كې او په همدې شمېره په معدن كې زيات كړي.

كارګر وايي، چې كه څه هم تر اوسه يواځې دوه مغازې د خپلو توكو د پلورلو لپاره لري، چې يوه په كندهار او بله په كابل كې ده، خو كه يې بهر ته هم د توكو د لېږد زمينه برابره شي، توليدات به يې نور ښه او عوايد به يې زيات شي.

د روخام فابريكې يو څلوېښت كلن تجربه لرونكى کار کوونکي احمدالله اختياري وايي، چې له كاره خوښ دى، اوه زره افغانۍ معاش اخلي او دنده يې په فابريكه كې د لوښو، مجسمو او تاريخي انځورونو جوړول دي.

دى وايي، دا چې د مجسمو جوړول د اسلام له مخې ناروا كڼل شوي، نو ده ورته شا كړې، خو نور بېلابېل ښكلي توكي له ډبرې جوړوي، چې ډېرى يې زينتي شيان دي.

اختياري له دولت او نړۍ والې ټولنې نه غوښتنه وكړه، چې د دغه ډول بنسټونو په جوړونه كې كار وكړي، ترڅو هېواد په خپلو پښو ودرېږي.

نوراحمد هم د همدې فابريكې كار كوونكى، د كندهار ولايت اوسېدونكى دى، چې وايي، ۱۲زره افغانۍ تنخوا اخلي او د ډبرې په توږلو كې خاصه وړتيا لري.

هغه وايي، دلته يو كس د ورځې كولى شي چې شاوخوا لس كاسې او ورته توكي جوړ كړي، چې نه يواځې په هلمند، بلكې په نورو ولايتونو كې هم خورا زيات پېرودونكي لري.

د يادونې ده، چې د روخام د ډبرو دغه فابريكه په ۱۳۴۱م لمريز كال كې د ايټاليا هېواد له خوا جوړه شوې، خو په تېرو څو كلونو كې يې ډېرى توكي لوټ شوي دي.

Related Topics