کلات ( پژواک ١٢ غويى ٩١ ) : د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې د سلګونو تنو لاريون کوونکو لخوا د کابل – کندهار لویه لاره تړل شوې ده .
د شاه جوى ولسوالۍ یوتن اوسیدونکي سیدمحمد د غويي په ١٢مه، د ټيليفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لاره نن سهار له نهه نیمو بجو راهیسې تړلې ده .
هغه زياته کړه، چې تيره ورځ د شاه جوى د شوبار په سیمه کې بهرنیو ځواکونو يو شمير ماشومان وژلي او یو شميرنور یې ټپيان کړي دي او نن د سیمې خلکو ددغې پيښې په غبرګون کې لاريون پيل کړى دى.
د نوموړي په وينا، د شوبار او ورڅيرمه ټولو کلیو خلک ، چې شمیر یې زرګونو تنو ته رسیږي، د کابل – کندهار لويې لارې ته راوتلي او غوښتل یې ، چې د شاه جوى په بازار کې لاریون وکړی ، خو د امنیتي ځواکونو لخوا ورته اجازه ورنکړل شوه .
سيد محمد وايي ، چې لویه لاره اوس مهال ۱۲:۱۵ هم د شوبار په سیمه کې تړلې ده او کلات څخه راغلی دولتی پلاوی ، چې پکې د ولایتي شورا او د سولې د شورا غړي او امنیتي مسوولین هڅه کوي ، چې قهریدلو لاريون کوونکيو سره خبرې وکړي ، خو لا یې کومه پايله نه ده ورکړي .
د دغې لویې لارې یوتن مسافر راحت ، چې د سهار له لسو بجو راهیسې هلته بند پاتی دی، پژواک اژانس ته وویل ،چې په زرګونه لوى او واړه موټر پر سړک ولاړ دي او لاره بنده ده .
د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار ، چې د پیښې د څیړنې لپاره سيمې ته تللی، د خلکو لاريون يې تایید کړ ، خو نور جزییات یې ورنکړل.
هغه وویل چې دوى اوس مهال د پيښې په پلټنه بوخت دي.
په بګرام کې د ایتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر او په کابل کې د ایساف عمومي قوماندانۍ هم دغه پيښه تاییده کړې ده .
د دغو دفترونو مسوولینو پژواک اژانس ته وویل، چې دوى ته هم په شاه جوى کې د ملکي ماشومانو د وژل کیدو په اړه ځینې رپوټونه رسیدلي او اوس دوى په دې اړه پلټنې کوي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP