Language

په زابل کې ٧ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

کلات (پژواک ١٢ غويى ٩١): د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتې له امله درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د زابل ولايت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه پرون مازديگر د شاه جوى ولسوالۍ د شوبار د سيمې د لودينو په کلي کې رامنځ شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې بهرنيو ځواکونو او سيمه ييزو پوليسو د کلي له مشرانو سره د سيمه ييزو پوليسو د پراختيا په موخه غونډه درلوده، چې وسلوالو طالبانو پرې بريد وکړ.

د خبرپاڼې په وينا، په جګړه کې يو طالب، درې ماشومان وژل شوي او درې نور ماشومان ټپيان دي، چې د ايساف ځواکونو خپل روغتيايي مرکز ته وړلي دي. 

په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ويل شوي، چې يادو ماشومانو ته د چا د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتې، خو ويل شوي چې د امنيتي چارواکو، د ولايتي شورا او د سولې د شورا د غړو په ګډون يو پلاوى شاه جوى ولسوالۍ ته لېږل شوى، تر څو د پېښې په اړه پلټنې وکړي.

خو د سيمي اوسېدونکي او وسلوال طالبان وايي، چې دغو ماشومانو ته د بهرنيو ځواکونو پر ډزو مرګ ژوبله اوښتې ده.

د محمدالله په نوم د شاه جوى يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو د طالبانو له بريد وروسته پر ماشومانو ډزې کړې، شپږ يې وژلي او پنځه نور ټپيان دي. 

نوموړي زياته کړه، چې د وژل شوو او ټپي ماشومانو عمرونه له ۷ تر ۱۲ کلونو پورې دي.  

د هغه په وينا، پرون هم د شوبار او شاوخوا سيمو اوسېدونکو د دغې کړنې په غبرګون کې د کابل-کندهار لويه لاره د څه وخت لپاره بنده کړې وه او د وژل شوو ماشومانو مړي يې له ځان سره راوړي وو او نن هم لاريون پلان شوى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په دغې پېښه کې د خپل يوه ملګري وژل کېدل مني او زياتوي، چې په بريد کې پنځه افغان او بهرني سرتېري هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، له بريد وروسته بهرنيو سرتېرو پر ماشومانو ډزې کړې، چې څلور يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم وايي، چې په دغې پېښه ملکي وګړي وژل شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي، چې د چا د ډزو له امله دا پېښه رامنځ ته شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.