کلات (پژواک ١٢ غويى ٩١): د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د ماشومانو د وژنې په غبرګون کې پيل شوى لاريون له غرمې وروسته پای ته ورسېد.
لاريون کوونکو ويل چې تېره ورځ د شاه جوى د شوبار په سیمه کې، بهرنیو ځواکونو يو شمېر ماشومان وژلي او یو شمېر نور یې ټپيان کړي دي او نن د سیمې خلکو د دغې پېښې په غبرګون کې لاريون وکړ او د کابل – کندهار لويه لاره يې د حسن کارېز په سیمه کې وتړله.
خو د شاه جوى ولسوال محمدصدیق، نن مازیګر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، چې لاريون د سولې شورا د غړو په منځګړيتوب پاى ته ورسېد او لاره هم تر پنځو ساعتونو وروسته د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه.
دى وايي چې په لاريون کې د دې ولسوالۍ د شوبار، زکوزو، عظمت او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکو ګډون درلود او غوښتنه يې کوله، چې د دوى په سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو پوستې باید له کليو څخه واېستل شي.
ولسوال دعوه کوي، چې د یادو کلیو اوسېدونکو دغه غوښتنه د طالبانو په لمسون کوله.
هغه وویل چې تېره ورځ د شوبار د لودینو په کلي کې، د طالبانو او بهرنیو ځواکونو په جګړه کې درې ماشومان او یو طالب وژل شوي او د یوه امریکايي سرتېري ترڅنګ درې ماشومان ټپیان شوي دي.
د ولسوال په وينا، د دوى پلټنو ښودلې چې ټولو ماشومانو ته د طالبانو په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وویل، چې سبا به د ولایتي شورا او د سولې د شورا او نورو مشرانو یو ګډ پلاوی له یادو سیمو څخه لیدنه وکړي او هلته به د سیمه ییزو پولیسو د پوستو د نه شتون په اړه پرېکړه کوي.
خو د شاه جوي د شوبار د سیمې اوسېدونکي او د لاريون ګډونوال محمدرحیم پژواک اژانس ته وویل، چې ماشومان بهرنیو ځواکونو او سیمه ییزو پولیسو وژلي او لاريون کوونکو د وژل شویو ماشومانو مړي له ځان سره راوړي وو.
دى هم وايي، چې درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دى وايي، چې لاريون د کلات د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېد او وژل شوي ماشومان هم خاورو ته وسپارل شول.
هغه وویل، که د سیمه ییزو پولیسو پوستې د دوى له کلیو ونه وېستل شي، بيا به هم لاريونونه وکړي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ماشومان، بهرنیو ځواکونو تر هغه وروسته ووژل، کله چې د طالبانو په برید کې دوه بهرني او درې کورني سرتېري ووژل شول
د زابل د سولې د شورا د عامه اړیکو مسوول او قومي مشر محمد داوود ګلزار، چې د شخړې د حل لپاره سیمې ته تللی و، وايي، تراوسه څرګنده نه ده چې دغه ماشومان د چا په ډزو وژل شوي دي.
هغه وايي، چې لاريون له کوم تاوتريخوالي پرته پاى ته رسېدلى او دوى به سبا د پېښې ځای ته ځي او د خلکو د هغې غوښتنې په اړه به څېړنې وکړي، چې غواړي د سیمه ییزو پولیسو پوستې د هغوى له کلیو ووځي.
بل خوا د زابل د نوبهار ولسوال وزیرمحمد جوادي وايي، چې تېره شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملا حکیم خان په نوم د طالبانو یو سیمه ییزو قوماندان له دوو کلاشنکوفونو سره نیول شوی دى.
وسلوالو طالبانو تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP