ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: له امريکا سره نوى فصل پرانېستل شو

حامد کرزى: له امريکا سره نوى فصل پرانېستل شو

author avatar
2 May 2012 - 17:41
حامد کرزى: له امريکا سره نوى فصل پرانېستل شو
author avatar
2 May 2012 - 17:41

کابل ښار (پژواک ١٣ غويى ٩١): ولسمشر حامدکرزي د کورنيو چارو وزارت له مشرتابه پلاوي او چارواکو سره په کتنه کې وويل، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليک د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې نوى فصل پرانېست او د تېرو لسو کلونو فصل وتړل شو.

د افغانستان او د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشرانو، تېره شپه ناوخته په ارګ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک سند لاسليک کړ.

 د ارګ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغې کتنه کې چې نن (د غويي ١٣مه) غرمه مهال په ارګ کې ترسره شوه، ولسمشر کرزي وويل، چې د دغه نوي فصل په پرانېستلو سره افغانستان د ملي حاکميت لرونکى او له امريکا سره د برابر او مساوي خپلواک هېواد په توګه د متقابل احترام په بنسټ عمل کوي.

 د هغه په وينا، د دغه سند له لاسليک او د ځانګړو عملياتو له افغاني کېدو وروسته د افغانستان د خلکو د کورونو او شخصي حريم ساتنه د افغان امنيتي ځواکونو په غاړه ده.

 نوموړي زياته کړه: ((که موږ له يوې خوا د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه کوو، خو له بلې خوا بايد د خلکو د کورونو او شخصي حريم درناوى هم وکړو.))

 حامد کرزي وويل، د هېواد امنيتي ځواکونه بايد داسې چلند غوره کړي، چې خلک دوى د خپلو دروازو ساتونکي وبولي او په ډاډه زړه ويده شي.

 کرزي د کورنيو چارو وزارت منسوبينو ته وويل، چې له دې وروسته د افغانستان له حکومت او امنيتي ځواکونو څخه د خلکو هيلې او غوښتنې ډېرېږي او بايد پر خلکو د ظلمونو او نارواوو مخه ونيول شي.

 حامد کرزي زياته کړه: ((که له دې وروسته د افغانستان له خلکو سره ناروا عملونه کېږي او يا د عملياتو په ترڅ کې څوک بې ګناه وژل کېږي او يا د کوم کور خاوند د خپل کور د سپکاوي احساس کوي، مسووليت او ملامتي يې زموږ ده، نه د امريکا؛ ځکه چې امريکا زموږ استقلال، ملي حاکميت او قانون ته احترام وکړ او هغه يې راسره ومنل او امضا يې کړل.))

 د ده په خبره، که د امريکا په کوم استخباراتي راپور افغان ځواکونو شک درلود، کولاى شي هغه رد کړي او پر بنسټ يې عمليات ترسره نه کړي.

 د کورنيو چارو وزارت په استازيتوب لوى پاسوال ګل نبي احمدزي وويل، چې ملي پوليس اوس ښه ځواک لري او د ملي انګېزې له مخې روان حالات څاري او پر وړاندې يې عمل کوي.

 ده زياته کړه: ((له سولې څخه چې تحقق به يې زمونږ د ټولو قربانيو ثمره وي او ستاسو لارښوونه ده، له دې مفکورې نه په کلکه ملاتړ کوو.))

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.