Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ترافيکي پېښه کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کلات (پژواک ١٣ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې د کابل-کندهار پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې اووه تنه مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.

د زابل د والي وياند شريف الله ناصري د غويي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ مازيګر مهال رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، د کلات ښار اړوند د باکرزو په سيمه کې دوو کرولا موټرو ټکر کړى، چې له امله يې څوارلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې ټپيان د پوليسو له لوري د کلات روغتون ته وړل شوي، چې د يو شمېر يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د ناصري په خبره، د پېښې لامل د چلوونکو ګړندى تګ او د سړک خرابوالى دى.

د کلات د ملکي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر پژواک اژانس ته وويل،چې دوى ته د پېښې ټول قربانيان ور وړل شوي دي، چې په وژل شويو کې يوه ښځه، يوه ماشومه نجلۍ او نور سړي دي.

د هغه په وينا، ځينې ټپيان دوى کندهار او کابل ته ولېږدول او يو شمېر نور د کلات په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نوکريوال ډاکتر زياته کړه،چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى او ښايي د مړو شمېر ډېر شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.