کابل (پژواک ١٤ غويى ٩١): د شمال او د شمال ختیځو ولایتونو یوشمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او په ملي شورا کې د دغو ولایتونو استازو له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د سولې له بهیر څخه يوځل بيا خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه ټکى په هغې خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ د مطبوعاتى دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته لېږل شوې، څرګند شوى دى.
په دغې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، مولوي احمدنظر بلخي او وکیل بازمحمد جوزجانې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یې د ولسمشر کرزي هڅې وستایلې او د سولې له بهیر څخه یې یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی همداراز خپلې یو شمېر سیمه يیزې ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې او په دولتي ادارو کې یې د خپلو یو شمېر مسلکي کادرونو د په کار ګومارلو غوښتنه وکړه.
ولسمشر کرزي د شمال او د شمال ختیځو ولایتونو د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو ولایتونو د خلکو د ستونزو او غوښتنو د حل په موخه لازمې کړنې ترسره کړي.