Language

کابل (پژواک ١٤ غويى ٩١): د مدني ټولنې يو شمېر فعالان وايي، چې په مدني بنسټونو او رسنيو کې د مالي امکاناتو محدوديت او له مرستندويانو څخه د مالي امکاناتو ترلاسه کول د دوى پر فعاليتونو منفي اغېز کوي.

 د مدنې ټولنې يو شمېر فعالانو دغه ټکى په هغه تلويزيوني او راډيويي بحث کې څرګند کړ چې هره اونۍ د (د افغانستان د ازادو رسنيو مشارکت) له خوا د مدني ټولنو د رول او غوړولو په موخه ترسره کېږي.

 د (د افغانستان د ازادو رسنيو مشارکت) چې د پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ او صبا نشراتي موسسې په ګډون نږدې يوه مياشت وړاندې، معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي او د رسنيو د پر ځان بساينې په موخه جوړ شوى دى.

د دې اونۍ په بحث کې د کابل پوهنتون استاد او د مدنې ټولنې فعال احمدضيا رفعت، ژورنالستې او د نظر خاوندې فرېدې نېکزاد او د مدنې ټولنو د همغږۍ د بنسټ غړې ګلالۍ اڅکزۍ ګډون کړى وو.

رفعت وايي، چې د مدني ټولنې بنسټونو د مالي امکاناتو د ترلاسه کولو په برخه کې ډېرې ستونزې لري؛ ځکه د ده په وينا تمويل کوونکي د څه ورکړې په بدل کې غوښتنې لري.

هغه زياته کړه: ((د تمويل کوونکې سرچينې په خوښه د توليد رامنځ ته کېدل د دې لامل ګرځي چې رسنۍ د مدنې ټولنو دا ډول توليد ته کمه پاملرنه وکړي او يا يې توليد فيلټر شي.))

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې رسنۍ يواځې خبر جوړونکو موضوعاتو ته ارزښت ورکوي او د مدني ټولنې فعاليت ته يې ډېره کمه پاملرنه کړې، چې له همدې امله ورته د خپلو مخاطبينو پاملرنه هم کمېږي.

رفعت زياتوي، چې په رسنيو کې د مدنې ټولنو د فعاليت په اړه ډېر کم شمېر څېړنيز راپورونه خپرېږي.

د نوموړي په خبره، چې د مدنې ټولنې ځيني بنسټونه خپلې لنډمهالې پروژې لري، چې تر يوه يا دوو کلونو پورې دوام لري او په خلاصېدو سره يې د دغه بنسټ دروازه تړل کېږي؛ نو ځکه د ده په وينا، په راتلونکي کې خپل باور له لاسه ورکوي.

د هغه په وينا، د دې ترڅنګ ځيني مدنې بنسټونه او رسنۍ د اشخاصو له خوا تمويليږي، چې په دغه حالت دغه بنسټ يا رسنۍ د تمويل کوونکي د موخو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.

رفعت همدا راز د مدني بنسټونو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ نه شتون د يوې ستونزې په توګه ياد کړ او زياته يې کړه: ((رسنۍ او مدني بنسټونه يو بل ته له کمې پاملرنې ځورېږي.))

احمدضيا رفعت د مدني ټولنې د بنسټونو د رول او اغېز له مخې دغه بنسټونه په درېيو ډولونو ويشي، چې يو يې د ده په وينا بې اغېز لرونکي، بل يې لږ اغېز لرونکي او درېيم د ډېر اغېز لرونکي دي.

هغه د يادو درېيو ډولونو په اړه زياته کړه: ((بې اغېزې مدني بنسټونه هغه دي چې له يوه اړخه يې کاري محتوا خلکو ته د اهميت وړ او ګټوره نه ده، خو تمويل کوونکو پرې باور کړى او تېروتي دي، کم تاثيره بنسټونه هغه دي چې تر لاس لاندې برنامې يې يو څه د اهميت وړ دي، خو کاري موده يې لنډه ده، ډېر کم داسې بنسټونه شته چې له پوره اغېز څخه برخمن وي او کولاى شي د ولس او حکومت ترمنځ اړيکې پياوړې کړي.))

د ياد بحث ګډونوالې ګلالۍ اڅکزۍ وويل، چې په مدنې بنسټونو کې ځينې ستونزې شته، خو په ځينو مواردو کې بيا رسنيو هم خپل رسالت ته په پام سره تر مسوولينو د دغه بنسټونو په غږ رسولو کې خپل مسووليت نه دى ترسره کړى، څو مسوول چارواکي يې په حل کې اقدام وکړي.

هغې زياته کړه: ((په خپله مدني ټولنې (د مدني ټولنې بنسټونه) نيمګړتياوې لري، واضح خبره ده چې د دوى دغه نيمګړتياوې په رسنيو هم اغېز لري.))

اڅکزۍ وايي، چې هم مدنې ټولنې او هم حکومت يواځې د ښار مېشتو مدني بنسټونو فعاليت ته اهميت ورکوي او رسنيو هم له ښارونو پرته نورو مدني فعاليتونو او بنسټونو ته پاملرنه نه ده کړې.

د مالي سرچينو په برخه کې نوموړې هم اندېښنه لري او زياتوي چې په دې برخه کې شته ستونزو د مدني ټولنې د بنسټونو فعاليتونه ډېر ټکني کړي دي او منفي اغېز يې پرې لرلى دى.

 فريده نېکزاد د مدني بنسټونو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ په اړه وايي، چې په ځينو برخو کې دغه دواړه برخې په ټوليزه توګه سره همکاري لري.

هغې افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون لپاره د نوو کمېشنرانو په معرفي کولو کې د رسنيو او مدنې بنسټونو ګډې ناستې ته په اشارې سره زياته کړه: ((دوى يو له بل سره راټول شول او پرېکړه په دې وشوه، چې بايد له ولسمشر سره کښېني او په دې اړه مشوره ورکړي، چې دا خپله د دوى همغږي څرګندوي.))

خو نېکزاد د مدني بنسټونو په منځ کې د مالي خپلواکۍ نه شتون د يوې سترې ستونزې په توګه ياده کړ او ويې ويل، ترڅو چې مدني بنسټونه په خپلو پښو ونه دريږي نو په پوره ډول د همغږۍ رامنځ ته کېدل امکان نه لري.

سرچينې زياته کړه، چې رسنۍ د مدني ټولنې مهمه برخه ده خو په ځينو برخو کې رسنۍ له جريانونو او فعاليتونو نه خبريږي.

سرچينه وايي، چې له مدني بنسټونو څخه د ځينو په راس کې داسې کسان موجود دي چې اصلا مدني ارزښتونو ته نه درناوى او نه هم ترې خبرتيا لري.

 دا چې په مالي لحاظ بايد مدني بنسټونه څنګه د خودکفايۍ تر بريده ورسېږي او ولې تر اوسه نه دي رسېدلي؟ احمد ضيا رفعت يې علت په افغانستان کې د داوطلبانه فعاليتونه نشتوالى بولي.

 دى وايي، چې د دغه فرهنګ د ژوندي کولو لپاره بايد د مدني بنسټونو غړي او عام خلک له داوطلبانه يا بې مزده کار سره روږدي شي .

نوموړي په مدني بنسټونو کې کې د کار د وروسته والي او بې اغېزه کېدو يو لامل له مدني کلتور سره د بنسټونو د غړو نا اشنايي وګڼله.

هغه په دې اړه زياته کړه: ((مدني بنسټونه يا په ټوله مانا حکومت پلوي کېږي يا د خلکو خوا ته ځي، د حکومت پر ضد ودرېږي، ځيني بې تفاوته وي چې له يوه اړخ سره هم نه وي، وېرېږي خو ځينې بيا معتدل وي، چې يو مخ يې دولت او بل خلکو ته وي.))

رفعت وايي: ((زموږ په دين کې مدني ټولنه، سرښندنه، مرسته او ټولنيز فعاليتونه له زيات ارزښت څخه برخمن دي او رسنۍ بايد د دغه فرهنګ په عامولو کې مرسته وکړي، چې په ټولنه کې ډله ييز فعاليتونه له انفرادي هڅو زيات ګټور دي.))

دا چې د مدني بنسټونو او رسنيو ترمنځ شته فاصلې څنګه له منځه يوړل شي د بحث ګډونوال په ټولنه کې د سواد عامول، مدني فعاليتونو ته د عامه افکارو اماده کول، د مدني بنسټونو له خوا رسنيو ته اهميت ورکول، د حکومت له خوا دواړو (مدني ټولنه او رسنۍ) ته د يو ځواک په سترګه کتل هغه څه ګڼي چې دغه بنسټونه په خپلو کې نږدې او پر ځان بسيا کولى شي.