ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

علومو اکاډمۍ د تورونو په اړه د اسنادو غوښتنه وکړه

علومو اکاډمۍ د تورونو په اړه د اسنادو غوښتنه وکړه

author avatar
3 May 2012 - 12:18
علومو اکاډمۍ د تورونو په اړه د اسنادو غوښتنه وکړه
author avatar
3 May 2012 - 12:18

کابل (پژواک ١٤ غويى ٩١): د افغانستان د علومو اکاډمۍ هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په دغې اداره کې ايران نفوذ لري او له ليکوالو يې وغوښتل، چې که په دې اړه ثبوت او شواهد لري، نو له دوى سره دې شريک کړي، څو يې په اړه جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان د علومو اكاډمي په ۱۳۵۷ لمريز كال د پښتو ټولنې (پښتو اکاډمۍ) پر بنسټ د افغانستان د تاريخ ټولنې، اريانا دايرة المعارف او د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له يوځاى کېدو او ادغام څخه منځ ته راغلې ده.

څو ورځې مخکې د علومو د اکاډمۍ يو شمېر غړو پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې د ايران نفوذ په دغې اداره کې ډېر شوى او په چارو کې يې لاسوهنې کوي.

د علومو اکاډمۍ دغو غړو ويل، چې په کابل کې د ايران له سفارت سره په ګډه په غيرقانوني ډول سيمينارونه او غونډې جوړوي، چې په هغې کې د افغانستان د هويت ضد او قومونو ترمنځ تفرقې ته لمن وهل کېږي.

د دغو غړو په وينا، په يو سيمينار کې، چې د ايران سفارت او علومو اکاډمۍ په ګډه د تېر لمريز کال په زمري مياشت کې جوړ شوى وو، د (درس هاى از تاريخ) په نوم کتاب په کې ووېشل شو،چې په کې افغانستان په تاريخ کې د ايران يوه برخه بلل شوې او د افغانستان پخواني نومونه (اريانا او خراسان) يې دروغ او افسانوي بللي دي.

په ياد کتاب کې، چې يوه نسخه يې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړه، ځينې داسې موضوع ګانې هم يادې شوي، چې په هېواد کې ملي يووالي ته زيان رسولاى شي.

له دغو موضوعګانو يوه هغه ده، چې د همدغه کتاب په ٤١ مخ کې په دې ډول کښل شوي دي: ((د افغانستان نوم همدا اوس په دغه هېواد کې يوې برخې خلکو ته د منلو نه دى او يوه ډله خلک يې د خپلې قومي واکمنۍ لپاره پر نورو تحميلوي، چې دغه کار د افغانستان ملي هويت مغشوش کړى دى.))

خو د علومو اکاډمۍ مشرتابه دغه ادعاوې په کلکه ردوي او زياتوي چې د دوى اداره خپلواکه ده او هېڅوک په کې لاسوهنه نه کوي.

د اکاډمۍ له خوا د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې له ټولو ليکوالو او د نظر له خاوندانو غوښتل شوي، چې که د يادو ادعاوو په اړه کره ثبوتونه او شواهد په لاس کې لري، نو اړوند ادارو او علومو اکاډمۍ ته دې وسپاري.

سرچينې زياته کړې: ((موږ غواړو د دغو شواهدو او ثبوتونو په رڼا کې سرغړوونکو ته سزا ورکړو، خو که چا له ثبوته پرته تور پورې کړى وي، نو د علومو اکاډمي به بې تفاوته نه کېني او له هغوى سره به قانوني چلند وکړي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د علومو اکاډمۍ يوه علمي، څېړنيزه اداره او په هېواد کې د نافذه قوانينو او اساسي قانون په رڼا کې د اسلامي، بشري، طبيعي او تخنيکي علومو په برخه کې څېړنې او فعاليت کوي.

د علومو اکاډمۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بيان ازادۍ، په هېواد کې پلي شوې ډيمواکرسۍ او رسنيو ته د ځانګړې احترام په اساس هغه تنقيدي، عالمانه او عادلانه ليکنې چې د ملت په ګټه وي، تعقيبوي.

خو د سرچينې په وينا، کومې ليکنې چې په کې چا ته سپکاوى شوى وي او يا يې په اړه دروغ ويل شوي وي، هغه غندي او د بيان د ازادۍ او ډيموکراسۍ پر ضد يې بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينې کړۍ غواړي د علومو اکاډمۍ هغه لاسته راوړنې او برياوې چې په دې وروستيو کې يې لري، په بېلابېلو توطيو له نظره وغورځوي.

د علومو اکاډمۍ ويلي: ((زموږ کارونه ټولو ته ښکاره او څرګند دي، موږ له ټولو جرياناتو خبر يو او هغه تعقيبوو او هر ډول ادعاوو او تورونو ته ځواب ورکولاى شو، خو دا ډول ادعاوې او تورونه زموږ د کارونو پر وړاندې خنډ نه شي واقع کېداى.))

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.