کابل (پژواک ١٤ غويى ٩١): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې نن يې يو پاکستانى ځانمرګى بريدکوونکى له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره د کابل د پلچرخي پر سړک نيولى او د يوه ځانمرګي بريد مخنيوى کړى دى.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي امنيت د لوى رياست د مطبوعاتي له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې دغه پاکستانى نن (د غويي ١٤مه) سهار مهال د پلچرخي پر سړک د ياد رياست د منسوبينو له خوا د چاودېدونکو توکو له موټر سره ونيول شو.
سرچينه وايي، دغه کس غوښتل له بېلابېلو چاودېدونکو توکو څخه ډک باروړونکي موټر په واسطه په کابل ښار کې پر کوم ټاکل شوي هدف ځانمرګي بريد ترسره کړي، چې هدف ته تر رسېدو مخکې ونيول شو او چاودېدونکي توکي يې د دغه رياست د تخنيکي ډلې له خوا شنډ کړاى شول.
د ملي امنيت لوى رياست زياته کړه، چې په دې سره په کابل ښار کې له يوه خونړي ځانمرګي بريد څخه مخنيوى وشو.
د سرچينې په وينا، د پېښې په اړه نور جزئيات به وروسته د رسنيو په واک کې ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې ١٢ ورځې مخکې د ملي امنيت رياست ويلي و، چې درې پاکستاني طالبان له خپلو دوو افغانو همکارانو سره، چې د پاکستان د اى اس اى د استخباراتي اداره په دستور يې په کابل ښار کې د ترهګريزو بريدونو پلان درلود، له پوتاشيم ډوله لسو ټنو چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.
دغه توکي په ٤٠٠ بوريو کې د پېښور ښار د حيات اباد سيمې له يوه ګودام څخه بار شوي وو، چې د کچالو تر بوريو لاندې ځاى پر ځاى شوي وو او د پاکستاني پلېټ لرونکي هينو موټر په واسطه کابل ته رالېږدول شوې وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ يوه ځانمرګي بريدکوونکي له چاودېدونکو توکو څخه ډک خپل موټر د کابل د خواجه رواش د هوايي ډګر د سړک په اوږدو کې د ګرين ويليج د ميلمستون مخې ته وچاوه، چې له امله يې پنځه ملکي وګړي (يو زده کوونکى او څلور نور)، چې په يوې سراچه کې سپاره وو او د مېلمستون يو نيپالي ساتونکى ووژل شول، ١١ نور ملکي وګړي او شپږ نيپالي ساتونکي ټپيان شول.