غزني ښار (پژواک ١٤ غويى ٩١): د غزني يو شمېر فرهنګيان او کلالان وايي، چې که د کلالۍ لرغوني صنعتکاران ونه هڅول شي او بازار ورته ونه موندل شي، له منځه به و لاړ شي.
په غزني کې اوس د کلالۍ صنعت چې پخوايي ډېر شهرت، ښه بازار او زيات توليدات لرل د جوړېدو يواځې يو څو تنه کارکوونکي پاتې دي او ډېر يې اوس دغه کار بې ګټې بولي.
د غزني د مرکز اړوند د کلالانو په کلي کې، چې شاوخوا ٣٠٠ کورنۍ په کې ژوند کوي، اوس يواځې ٢٢ داسې بټۍ شته، چې خاورين لوښي جوړوي، چې هغوى هم دغه صنعت اوس يو بې ګټې کار بولي.
اوس د کلالۍ د صنعت يواځې ډېر لږ شيان بازار لري، چې په هغو کې منګي، خاورينې کاسې او جکونه دي، چې دغه مهال يې د غزني په ښار کې د پلورنې يواځې د ګوتو په شمېر دوکانونه دي.
په غزني کې يو کلال عبدالرحمن، چې د ګړيو جوړولو خاوره يې تياروله، له منګيو, ګړيو او جکونو ډک دوکان ته په اشارې سره يې پژواک اژانس ته وويل: ((دا شيان اوس څوک نه اخلي خلک عصري شوي، دا زما شيان چې ګورې دا له څو کلونو راپاتې دي.))
د هغه په وينا، په وړکتوب کې يې کلالي له خپل پلار څخه زده کړې او دغه کسب له نيکونو او پلرونو ورته پاتې دى.
نوموړي زياته کړه: ((دولت او د غزني ولايتي چارواکي دې په خپله زموږ ستونزې درک کړي او په خپله دې يوه چاره وسنجوي.))
د ده په خبره، ټوله ورځ زحمت کاږي، خو کار يې نتيجه نه ورکوي او وېره لري چې په راتلونکي کې به خلک هېڅ د کلالۍ صنعت ونه پېژني.
يو بل کلال جمعه خان وايي، دوى مجبور دي چې خپل کسب ته دوام ورکړي؛ ځکه چې بل کار نه شي کولاى او همدغه يې پلرنى کسب دى.
هغه وويل: ((موږ اوس يواځې ګلدانۍ، د ډوډۍ خوړلو لويې کاسې او منګي جوړوو؛ ځکه دا شيان يو څه بازار لري.))
د هغه په وينا، دا چې په دې وروستيو کې د خلکو پام له کلالۍ څخه اوښتى او د دوى لوښي څوک ډېر نه خوښوي، له همدې امله ورته ډېره ګټه هم نه پاتې کېږي.
دى وايي: ((موږ په يوه بټۍ کې ۸۰۰ واړه او غټ لوښي ځاى پر ځاى کوو او له ۱۰۰ منو لرګيو څخه زيات لرګي او د سون توکي په کې سوځوو، چې څلور ورځې په کې اور بلېږي او بيا پنځه ورځې ورته ګورو، چې بېرته ساړه شي.))
جمشېد، چې د غزني ښار د کلاسبز په سيمه کې د خاورينو لوښو دوکان لري، پژواک اژانس ته وويل، چې کال په کال يې د کلالي لوښو بازار سړېږي.
د ده په وينا، د کلالۍ پر صنعت نويو او عصري لوښو اغېز کړى دى او څوک يې ډېر نه خوښوي.
دى زياتوي: ((زما پلار او مشران وروڼه مې کلالان دي، خو زه دلته په بازار کې د خرڅلاو په دوکان کې کار کوم.))
ده وويل، چې دوى هر کال د خپلو لوښو جوړول هم له دې امله لږ کړي، چې څوک يې نه اخلي.
خو هغه وايي، سره له دې چې خلک عصري شوي او نوي شيان خوښوي، خو بيا هم د خاورينو لوښو بازار دومره نه دى سوړ لکه څومره چې کلالان وېره لري.
خو د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي حميدالله چې د خاورينو لوښو اخيستو لپاره د کلالانو دوکان ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه لوښي به هېڅکله خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي.
د نوموړي په خبره، که څه هم اوسني خلک دغه لوښي نه خوښوي او له نورو هېوادونو څخه راغلي ميسي ناشکن لوښي اخلي، خو پخواني خلک اوس هم خاورين لوښي ډېر خوښوي.
د غزني ښار د عروس البلاد د مهالنۍ مجلې مسوول مدير اسدالله جلالزي پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم اوس په غزني کې د کلالۍ کارونه څه ناڅه روان دي، خو د پخوا په څېر نه دي.
د هغه په وينا، اوس هم يو شمېر کسان دغه په لاس جوړ کړي توکي خوښوي، خو ډېر شمېر يې بيا علاقه نه ورسره لري.
نوموړي زياته کړه: ((کلالي په غزني کې ډېر پرمختګ کړى و او توليدات يې زيات دود وو، خو د دولت د نه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دي.))
د ده په خبره، په غزني کې د کلالۍ او يا هم د خاورينو لوښو جوړولو د ګوتو په شمېر بټۍ پاتې دي.
جلالزي وويل، چې که چېرې دولت په لاس جوړ شوو توکو ته پراختياورکړي، ډېر شمېر خلک به بيا دغه کار ته مخه کړي.
نوموړى زياتوي: ((دولت بايد دې ته زمينه برابره کړي، ترڅو دغه په لاس جوړ شوي توکي بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.))
د غزني د اطلاعاتو او كولتور رياست اداري مدير اغامحمد خوشه زاده پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا د غزني د كلالانو خاورين لوښي د خلكو ډېر خوښېدل او په خورا ظرفيت به يې هم جوړول.
هغه زياتوي: ((له بده مرغه په دې څوكلونو كې د دغه صنعت ودې او پراختيا ته، نه خصوصي سکټور او نه هم دولت توجه كړې ده.))
د ده په وينا، كه دغه صنعت ته پام وشي، هم به د خلكواقتصاد ورسره پياوړى شي او هم به ځوانانو ته د كار زمينه برابره شي.
نوموړى وايي، چې په هېواد کې د کلالۍ د صنعت لرغونتيا ٣٠٠٠ کلونو ته رسېږې، چې د همدغه صنعت څو نمونې اوس هم د غزني په موزيم کې خوندي دي.
د هغه په خبره، د کلالۍ صنعت د هېرېدو او د له منځه تلو په حال کې دى او د دولت له لوري ورته پاملرنه نه کېږي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني د کلالانو اقتصاد هېڅ وده نه ده کړې، اوس هم په هماغه پخواني حالت کې دى او يواځې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره تر ټولو ډېر زيار باسي.
د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس حميدالله سروري هم مني، چې د کلالۍ صنعت د خلکو له ياده د وتو په حال کې دى، خلک عصري شوي او عصري لوښي هم ارزانه شوي.
د ده په خبره، د دغه صنعت د بېرته راژوندي کېدو په موخه يې د غزني ښار د کلالانو د سيمې يو اوسېدونکى په رياست کې ګومارلى، تر څو ژوندى وساتل شي.