لښکرګاه (پژواک ١٤ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې په هلمندكې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ١٠ وسلوال طالبان وژل شوي او اوه نور نيول شوي دي.
د هلمند د والي امنيتي سلاكار عبدالعلي شمسي د غويي په ١٤مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د كجكي ولسوالۍ د مينداور په سيمه كې د ملي اردو ځواكونو تېره ورځ عمليات ترسره كړل، چې پر مهال يې ١٠ وسلوال طالبان ووژل شول.
د هغه په وينا، تېره شپه د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې هم د ملي اردو د كومانډو ځواكونو عمليات ترسره كړي دي، چې په ترڅ كې يې پنځه تنه له ۴۰ كيلوګرامه نشه يي توكو، دوه ميله وسلو او يوه اندازه چاودېدونكو توكو سره يو ځاى نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دواړه ترسره شوو عملياتو كې امنيتي ځواكونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د دغه ولايت د ملي امنيت منسوبينو هم په يو لړ ترسره شوو عملياتو كې د دوو وسلوالو طالبانو او يو شمېر وسلو او چاودېدونكو توکو د نيولو خبر وركړ.
د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په يادو عملياتو كې يې د ملا نقيب الله په نوم هغه كس هم نيولى، چې يو وار بل هم له ځانمرګو واسكټونو سره يو ځاى نيول شوى و، خو تېر كال د محكمې له خوا خوشى شو.
د سرچيني په وينا، ملا نقيب الله په دې وروستيو كې هم يو ځانمرګى بريد طرح کړى و، چې په ګرمسېر ولسوالۍ كي په پوليسو وشو.
وسلوالو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې يو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په ګرشك ولسوالۍ كې يې تېره ورځ د ماين په چاودنو كې پنځه پوليس وژلي دي.
د يادونې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم يو تن د ملي امنيت له خوا له ځانمرګو بريد كوونكو سره د مرستې په تور په داسې حال كې ونيول شو، چې تېر كال په هلمند کې د محكمې له پرېكړې وروسته خوشى شوى و.