Language

په لغمان کې پوليسو او وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

مهترلام( پژواک ١٥ غويى ٩١): د لغمان په مرکز ( مهترلام ) کې وسلوالو مخالفينو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى، چې يوه پوليسو او  وسلوالو مخالفينو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده .

د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د غويي په ١٥ مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسوالو کسانو تېره شپه شاوخوا ١١ بجې د لغمان مرکز اړوند په پل جوګي سيمه کې پريوې امنيتي پوستې بريد وکړ  .

هغه وايي ،چې په دې بريد کې د ملي پوليسو يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى .

دغه راز هغه وايي ، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې دوه وسلوال وژل شوي او يو بل هم ټپي شوى دى .

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې په دې بريد کې يو پوليس  وژل شوى  او يوبل هم ټپي شوى دى .

د لغمان د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک ته وويل چې د دې ولايت مرکزي روغتون ته د پوليسو يو مړى او يو ټپي راوړل شوي دي .

هغه وويل چې د ټپي حالت د ډاډ وړ دى .

د ګل احمد په نوم د يادې سيمې يوتن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دوى هم د شپې ناوخته د درنو او سپکو وسلې د ډزو اوازونه اورېدلي دي .

د هغه په وينا، دغو ډزو شاوخوا يو ساعت دوام درلود، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .

وسلولو مخالفينو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .