Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بهرنيو ځواکونو څلور ملکي وګړي ونيول

کلات (پژواک ١٧ غويى ٩١): د زابل د شاه جوى ولسوالۍ اوسېدونکي او دولتي چارواکي وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال څلور ملکي وګړي نيولي دي.

د شاه جوي ولسوال محمدصديق د غوايي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه په شاه جوى ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

نوموړي وويل، چې بهرنيو ځواکونو د شاه جوى ولسوالۍ د جعفرو په سيمه کې عمليات ترسره کړي او دغه کسان يې له ځان سره وړي دي.

هغه زياته کړه، چې يو نيول شوى دوکاندار دى او پاتې نور بزګران دي، خو له طالبانو سره د اړيکو په اړه يې معلومات نه لري.

ولسوال همدارنګه وويل، چې دوه ورځې وړاندې بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال د زرګرانو په سيمه کې يو ملکي وګړی ټپي کړ، چې هغه هم تېره ورځ د ډېرو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ده په خبره، مړ شوى عبدالباري نومېږي او په خپل باغ کې بهرنيو ځواکونو په ډزو سره ټپي کړى و.

د شاه جوى ولسوالۍ د جعفرو د سيمې اوسېدونکی نظرجان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ بهرنيو ځواکونو په سيمه کې عمليات وکړل او يو شمېر کسان يې له ځان سره يوړل، خو ده يې کړه شمېر ونه ښود.

ايساف ځواکونو هم په شاه جوى ولسوالۍ کې د عمليات پخلى کړى دى.

په بګرام کې د دغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ځواکونو د شاه جوى په ولسوالۍ کې عمليات درلودل او اوس دوى په دې اړه پلټنې کوي او نور معلومات به د حقايقو تر سپيناوي وروسته رسنيو ته ورکړي.

سرچينې په عملياتو کې د نيول شوو کسانو شمېر په ډاګه نه کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.