کابل (پژواک ١٧ غويى ٩١): يوه حکومتي سرچينه وايي، په کابل کې د ايران د فارس دولتي خبري اژانس يو کارکوونکى د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ايران ته د جاسوسۍ په تور نيول شوى دى.
دغې دولتي سرچينې چې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه تن چې د فارس خبري اژانس افغان کارکوونکى دى، نن (د غويي ١٧مه) نيول شوى دى.
د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوى تن افغان دى او د افغانستان حکومت محرم اسناد يې په کابل کې د ايران سفارت ته وروړل.
د يادولو ده، چې فارس خبري اژانس په ايران کې د (سپاه پاسداران انقلاب اسلامي) پورې اړه لري.
دغې سرچينې د نيول شوي تن نوم څرګند نه کړ، خو زياته يې کړه چې هغه اوسمهال د ملي امنيت د منسوبينو په توقيف کې دى او پلټنې ترې روانې دي.
يوې بلې معتبرې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوى تن عبدالواحد حکيمي نومېږي او په کابل کې د فارس اژانس دفتر د سرپرست په توګه يې دنده ترسره کوله.
د يادولو وړ ده چې څه موده وړاندې، د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل د افغانستان ځينې رسنۍ له ګاونډيو هېوادونو سره پر اړيکو تورنې کړې او ويلي و، چې په دې اړه موثق اسناد هم لري.
مشعل ويلي و چې د تمدن، نور، شمشاد، ژوندون او يو شمېر نورو خصوصي ټلويزيونو کارکوونکي د ايران او پاکستان استخباراتو ته کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو لسو کلونو راهيسې، د ٥٠ په شاوخوا کې ټلويزيونونه، لسګونه راډيوګانې او په سلګونو چاپي رسنۍ په هېواد کې فعاليت لري، چې ځينې يې د بهرنيو سرچينو له خوا تمويلېږي.