مزارشريف (پژواک ١٧ غويى ٩١): په بلخ کې د بلخ ادبي خوځښت له خوا په افغانستان کې د المان د فرهنګي مرکز ګويټه انسټيټيوټ په مالي مرسته د خوشحال بابا په نوم لومړی پښتو عامه کتابتون پرانيستل شو.
دغه کتابتون نن (د غويي ١٧مه) د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت په دفتر کې د يو شمېر ولايتي چارواکو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو.
د بلخ ادبي خوځښت د مشريزې ډلې يوه غړي ذبيح الله احساس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کتابتون څه باندې څلور زره ټوکه بېلابېل کتابونه موجود دي، چې نږدې لس زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.
نوموړي زياته کړه: ((دا په ټول شمال کې لومړى کتابتون دی، چې ډېر پښتو کتابونه لري.))
د هغه په وينا، په دغه کتابتون کې اسلامي، تاريخي، ادبي، سياسي، ټولنيز علمي او د ماشومانو کتابونه شته دي.
نوموړي زياته کړه، چې په کتابتون کې د لوستنې لپاره ګډون کوونکو ته کارت ورکول کېږي، چې د شپږو مياشتو لپاره به اعتبار لري.
د هغه په وينا، دغه کارت ۲۰۰ افغانۍ بيه لري چې د کتابتون د لاښه کولو لپاره به لګول کېږي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق، په ياده غونډه کې وويل چې ياد کتابتون د بلخ په فرهنګ يوه زياتونه ده.
نوموړي د بلخ مېشتو فرهنګيانو هڅې وستايلې او زياته يې کړه: ((که څه هم په بلخ کې کتابتونونه ډېر دي، خو د پښتو ژبې د کتابونو د کمښت پر اساس د دغه کتابتون جوړولو ته ډېره اړتيا وه.))
د هغه په وينا، دغه کتابتون به په بلخ کې د کتاب د لوستنې دود ته لا وده ورکړي.
د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځي محصل شکرالله پژواک ته وويل، چې له دې وړاندې د پښتو ژبې د کتابونو په پيدا کولو نه بريالی کېده.
نوموړي زياته کړه: ((د پښتو کتابونو د لوستنې لپاره بېلابېلو کتابتونونو او کتاب پلورنځيو ته ولاړم؛ خو د رحمان بابا له کتاب پرته به مې بل پښتو کتاب نه شو موندلی.))
بلخ ادبي خوځښت په بلخ کې د پښتو ادب د پياوړتيا په برخه کې د خپل نږدې اته کلن بهير په ترڅ کې لومړى ځل پښتو کتابتون جوړ کړ.
دغه خوځښت له دې وړاندې د پښتو ليکلو د ارونو ښوونيزه لړۍ جوړه کړې وه، چې څه باندې ۴۰ تنه نجونو او هلکانو په کې په پښتو ژبه ليکل زده کړل.