Language

جلال اباد (پژواک ١٧ غويى ٩١): چارواکي وايي چې په ننګرهار او کاپيسا ولايتونو کې د چاودنو له امله اووه ملکي وګړي او ٤ پوليس ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوال انجنير شکرالله دراني د غويي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه د دغې ولسوالۍ د خاص اچين په سيمه کې دولتي ځواکونو او ولسي وګړو کوکنارو اړول، چې په يوه کرونده کې پرې د ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې اووه ولسي وګړي او يو پوليس ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى او روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغې پېښه کې څوک وژل شوي نه دي.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده پېښه کې پنځه ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي او يو ماشوم وژل شوى دى.

د سرچينې په وينا، سيمه افغان او نړيوالو ځواکونو کلابنده کړې او د پېښې ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې درې سيمه ييز پوليس د سړک په غاړه د خښ شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د محمودراقي په پل عالم سيمه کې رامنځ ته شوه.

نوموړي زياته کړه، چې ياد سيمه ييز پوليس د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې دنده لري او دا مهال د کاپيسا ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.