Language

د ايساف په بمبار کې يوه مور له پنځو ماشومانو سره ووژل شوه

لښکرګاه (پژواک ١٨ غويى ٩١): د هلمند ولايت مقام وايي، چې په سنګين ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو د هوايي بريد له امله يوه مور له خپلو پنځو ماشومانو سره وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د تېرې جمعې په ورځ (د غويي ١٥مه) د سنګين ولسوالۍ د فتح محمد پېچ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو په دې سيمه کې د وسلوالو مخالفينو پر يوې مورچې هوايي عمليات ترسره کړل، خو ځيني بمونه پر يوه کور لګېدلي دي.

احمدي وايي، چې په دې پېښه کې مور له خپلو درېيو لوڼو او دوو زامنو سره وژل شوې ده.

نوموړي وويل، چې له دې پېښې وروسته د ولايت مقام يو پلاوى سيمې ته لېږلى و او پلاوي ياد شوي معلومات د ولايت مقام ته ورکړي دي.

د والي وياند وويل، چې والي ګلاب منګل دا پېښه په کلکه غندلې او له ايساف ځواکونو يې غوښتي چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې په افغانستان کې د دوى د ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو له پېښې خبر شوي او په اړه يې د معلوماتو راټولو هڅې پيل کړې دي.

سرچينې ويلي، چې د څېړنو او معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به له رسنيو سره تازه جزئيات شريک کړي.

د يادونې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېرو له خوا د ١٧ عامو وګړو له وژلو وروسته دا ډول پېښې کمې شوې وې، خو اوس يو ځل بيا په هلمند کې د ملکي وګړو وژنه تکرار شوه.

د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنو پېښې هغه څه دي چې تل ولسمشر حامد کرزي غندلې او له امريکا سره يې د اختلاف له عمده لاملونه څخه و.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو پر سند له لاسليکولو وروسته د عامو وګړو د وژل کېدو دا لومړۍ پېښه ده چې رامنځته کېږي.

پر ياد سند ولسمشر حامد کرزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ په کابل کې لاسليک وکړ.

Related Topics