مهترلام (پژواک ١٨ غويى ٩١): د لغمان د ملي امنيت مسوولين وايي، چې د يوه قوماندان په ګډون لس وسلوال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.
په دې اړه نن (دغويي ١٨مه) د ملي امنيت په رياست کې يو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې په کې والي محمد اقبال عزيزي، د ملي امنيت چارواکو، قومي مشرانو او يو ځاى شوو مخالفينو برخه اخيستې وه.
والي اقبال عزيزي راغلو مخالفينو ته هرکلى ووايه او له هغوى يې وغوښتل چې خپل نور ملګري هم دې ته وهڅوي چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
هغه زياته کړه، چې د تسليم شوو مخالفينو په سيمو کې به د بيارغونې بېلابېلې پروژې پيل کړي، څو د خلکو ستونزې هوارې او دوى ته د کار زمينه برابره شي.
د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې د قوماندان ګلداد په مشرۍ دغه لس کسيزه ډله په دولتشاه ولسوالۍ کې له دولت سره يو ځاى شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو کسانو له تېرو څو کلونو راهيسې په ياده ولسوالۍ کې وسلوال فعاليت کاوه، خو له دې وروسته به يې په سيمه کې امنيت ټينګ شي.
د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي قوماندان ګلداد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ولايت په کچه د قوماندان چپاو تر مشرۍ لاندې فعاليت کاوه.
هغه زياته کړه: ((موږ ته د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى. اېس. اى) له خوا ويل شوي وو، چې په افغانستان کې د کورنيو ځواکونو ترڅنګ ټول کافران دي او د دوى پر ضد جګړه روا ده.))
نوموړى وايي، چې څو ورځې مخکې يې په خپلې ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو ګډه ګزمه وليدله، چې پر لمانځه ولاړه وه، نور پوه شول چې دوى غولول شوي دي، افغان ځواکونه مسلمانان دي او پر ضد به يې نوره جګړه نه کوي.
د يادونې ده، چې له دغې ډلې سره د يوځاى شوو مخالفينو شمېر په دغه ولايت کې ٢٧٠ تنو ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP