کابل-هرات (پژواک ۱۹ غويى ۹۱): د سړک د غاړې د درېيو ماينونو د چاودنې له امله د لوګر، ميدان وردګو او هرات په ولايتونو کې د ملي اردو دوه سرتېرې وژل شوي او د هرات د ادرسکن ولسوالۍ د امنيه قوماندان او يو پوليس ټپي شول.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوګر او ميدان وردګو په ولايتوتونو کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو د دوړ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د هغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، چې نن (د غويې ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، د ملي اردو يو سرتېرى د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماين چاودنې له امله وژل شوى دى.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ميدان وردګو د سيد اباد په ولسوالۍ کې د يوې ورته پېښې په ترڅ کې د ملي اردو يو بل سرتېرى هم وژل شوى دى.
د يوه بل خبر له مخې، د لوېديځ زون د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي نن (د غويى ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ادرسکن ولسوالۍ د خواجه رويا په سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
د هغه په وينا، په دغې چاودنه کې د ادرسکن ولسوالۍ د امنيې قوماندان سمونيار ميراحمد او د هغه يو ساتونکى ټپي شول.
احمدي زياته کړه، چې دواړه کسان روغتون ته لېږدول شوي او د روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى.
سرچينې د دې چاودنې مسووليت د دولت پر وسلوالو مخالفينو اچولى او ويلي يې دي، چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت وړاندې هم د خواجه اوريا په سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله درې ځايي چارواکي وژل شوي وو.