Language

د ښځوچارو وزيره: مېرمنې لا هم ميراث ته لاسرسى نه لري

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩١): د ښځو چارو وزيرې له ديني علماوو وغوښتل چې د ښځو د حقونو په برخه کې خلکو ته پوهاوى ورکړى، ځکه چې لاهم په مليونونو افغان ښځې له ميراث او نورو حقونو محرومې دي.

د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر،نن په کابل کې په يوه غونډه کې چې (د ښځو ميراث او د ځمکې  د مالکيت حق) په نوم جوړه شوې وه، وويل چې ډېرې کمې ښځې په افغانستان کې د ميراث له حق څخه برخمنې دي.

مېرمن غضنفر زياته کړه، که څه هم د ميراث په برخه کې د ښځو حقونه په اسلامي شريعت او د افغانستان په قوانينو کې تثبيت شوي دي؛ خو بيا هم ډېرې کمې ښځې له دې حق څخه برخمنې نه دي.

هغې زياته کړه: ((اکثره ښځو ته ميراث نه ورکول، ښايي تر اکثر هم ډېرې وي، ډېرې کمې ښځې دي چې خپل ميراث ترلاسه کوي. په ټولنه کې چې ښځې کوم حقوق لري، ځينې کسان يې د دې لپاره ترې غصبوي، چې ښځې کمزورې دي او پوهاوى نه لري.))

دې وويل، چې د ډېرو ښځو د ميراث حق خپله د هغوى د کورنيو د غړو (پلار او ورور) له خوا نه ورکول کېږي.

د ښځو چارو وزيرې زياته کړه: ((دغه کورنۍ خپلې لورګانې دومره کم جرئته تربيه کوي، چې ميراث غوښتلى هم نه شي او ان فکر يې هم نه شي کولى چې په ميراث کې د دې برخه هم شته؛ ځينې کورنۍ په سمبوليک ډول خپلو لورګانو ته ميراث ورکوي چې وروسته بيا بېرته د نارينه وو لاس ته لوېږي.))

د دې په وينا، که افغانې مېرمنې له خپلو حقوقي او سياسي حقونو خبرې شي، اقتصادي حالت يې ښه شي، نو دا په خپله د ښځو د پياوړتيا لامل کېږي، ترڅو وکولى شي په ټولنه کې د خپلو حقونو او په ځانګړې توګه د ميراث غوښتنه وکړي.

هغې زياته کړه: ((يوه پياوړې ښځه په خپله له خپلو حقونو دفاع کوي، په خپله په خپلو پښو درېږي، نه يواځې ځان بلکې خپله کورنۍ او د خپل هېواد په پرمختګ کې کولى شي ونډه ولري.))

دې وويل چې د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره، د ښځو چارو وزارت د خپل لس کلن پلان له مخې له خصوصي سکتور او ځينو کورنيو او بهرنيو نهادونو سره په ګډه کار کوي.

دې وويل، چې يواځې د ښځو پوهاوى نه شي کولى هغوى د ميراث له حق څخه برخمنې کړي، بلکې اړينه ده چې ښځې او نارينه دواړه خپل مسووليتونه، حقونه او مکلفيتونه وپېژني.

دې له ديني علماوو وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخيستنې، کورنۍ وهڅوي خپلو ښځينه غړو ته هم په ميراث کې برخه ورکړي.

هغې همداراز د يادې ستونزې د لېرې کېدو لپاره د قانون پر پلي کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې قانوني مکلفيت بايد کورنۍ دې ته اړ کړي چې خپلو ښځو ته د ميراث حق ورکړي.

د ښځو چارو وزيرې وويل چې د دې وزارت له هڅو سره سره، لا هم ښځې په خپلو کورونو او دولتي محاکمو کې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

مېرمن غضنفر له مېرمنو سره ژمنه وکړه، که چېرته د يادې ستونزې د رامنځ ته کېدو په صورت کې د ښځو چارو وزارت ته مراجعه وکړي، نو وزارت به ورسره په جدي ډول د ميراث د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

 د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځې استادې محبوبې حقوقمل په نننۍ غونډه کې وويل، چې اسلامي شريعت او د افغانستان قوانينو ښځو ته د ميراث حق ورکړى دى؛ خو حکومت په دې کې پاتې راغلى چې عملاً ښځې له دغه حق څخه برخمنې کړي.

د دې په وينا، د افغانستان ښځې هغه مهال کولى شي خپل حقونه ترلاسه کړي، چې قانون په پوره توګه حاکم وي.

حقوقمل زياته کړه: ((متاسفانه د ښځو غږ نه په قضايي ادارو کې اورېدل کېږي او نه په عدلي مراجعو کې ورته ارزښت ورکول کېږي، په همدې خاطر ښځې دې ته ترجېح ورکوي، چې د ميراث له حق څخه تېرې شي.))

هغې وويل چې ستونزه په قانون کې نه، بلکې د قانون په نه پلي کېدو کې ده او عدلي او قضايي ادارې بايد د شعار پرځاى د قانون پلي کولو ته پام وکړي.

د ښځو د ميراث او د ځمکې د مالکيت حق په نوم نننۍ غونډه، ميراث او د ځمکې مالکيت ته د ښځو د لاسرسي د ګروپ په نوښت جوړه شوې وه.

د ښځو دغه ګروپ د افغانستان د ځمکنيز سيستم د سمون پروژې (LARA) کې د يوې برخې په توګه کار کوي، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا تموېلېږي.

د افغانستان د ځمکنيز سيستم د سمون پروژې مشر ستيف تراويکيا په نننۍ ناسته کې وويل، د ښځو ياده ډله هڅه کوي چې د ميراث او نورو حقونو د مالکيت په برخه کې افغان  ښځو ته پوهاوى ورکړي. 

د تراويکا په وينا، د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره هڅه کوي، د يادې پروژې له لارې د افغانستان د اراضۍ له ادارې سره هم مرسته وکړي، ترڅو دولتي ځمکې تشخيص، تنظيم او په اجاره ورکړي او عايد ترې ترلاسه کړي.