Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زاخېلوال: د کارکوونکو د استخدام پرمهال له فشار سره مخ يم

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩١):د افغانستان د ماليې وزير په ګمرکونو کې د اداري فساد شتون مني او وايي،د ګمرکونو او عوايدو په نورو ادارو کې د کارکوونکو د استخدام لپاره ورباندې د بېلابېلو سرچينو له خوا فشار راوړل کېږي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، نن په کابل کې د ماليې وزارت د تېر کال کړنو د ارزونې په غونډه کې تر وينا وروسته خبريالانو ته وويل، چې ځينې سرچينې په ګمرکونو، مستوفيت او د عوايدو په ادارو کې د کارکوونکو د استخدام لپاره فشار واردوي؛ خو وزارت دا ډول غوښتنې رد کړې دي.

ده وويل چې د ماليې وزارت له خوا په دې برخه کې د ځينې سرچينو د غوښتنو ردولو، بېلابېل غبرګونونه هم راپارولي دي.

خو ده ونه ويل، چې دغه فشارونه کومو سرچينو وارد کړي او څه ډول غبرګونونه يې راپارولي دي.  

هغه زياته کړه: ((که چېرې مقرري ګانې د اړيکو له مخې وکړو، بيا موږ نه شو کولى خپلې هغې موخې ته چې د عوايدو د راټولولو لپاره يې ټاکو، ورسېږو.))

دى وايي چې په دې وزارت کې ټولې تبديلۍ او مقررۍ، بايد د قانون او ازادې سيالۍ له مخې تر سره شي.

د هغه په وينا، که څه هم د ګمرکونو په کار کې د روڼتيا لپاره ډېر کار شوى دى؛ خو لا اوس هم تر يوه بريد په کې اداري فساد شته.

ده زياته کړه: ((په ګمرکونو کې د کار کولو لپاره د يوه شخص ډېره علاقمندي څه معنا لرلئ شي؟ زما په نظر معنا يې روښانه ده.))

په نننۍ غونډه کې د ګمرکونو، مستوفيتونو او عوايدو د ادارو چارواکو برخه لرله.

د ماليې وزير د دې ناستې پر ګډونوالو غږ وکړ، چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او پرې نه ږدي چې ځينې محدود او پر فساد ککړ کسان د دې وزارت لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

زاخېلوال وايي، د پخوا په څېر په ګمرکونو کې د موازي کشفي ادارو شتون، فساد ته لاره هواره کړې ده.

خو ده ونه ويل چې دغه ادارې کومې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.