کابل (پژواک ١٩ غويى ٩١): د افغانستان د ((ځوانو رهبرانو)) نوښت له ناټو څخه وغوښتل چې له ٢٠١٤ کال وروسته د بدلون په لسيزه کې هم په هېواد کې د وسلوالو مخالفينو پر ضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې، چې د دغې ټولنې له خوا د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې د ناټو سازمان دوه ورځنۍ سرمشريزې غونډې ته، چې ټاکل شوې د روان لمريز کال د غويي په ٣١مه او د غبرګولي په لومړۍ نېټه د امريکا په شيکاګو ښار کې جوړه شي، يو شمېر وړانديزونه او اندېښنې په ډاګه شوې دي.
په دې غونډه کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو ولسمشران او استازي، چې د ناټو غړي نه دي، هم ګډون کوي.
د دې غونډې په مهمو موضوع ګانو کې افغانستان او په ځانګړې توګه تر ٢٠١٤ کال وروسته د لسو کلونو لپاره د افغان ملي ځواکونو د مالي تمويل په اړه پرېکړه کول دي.
خو يادې سرچينې زياته کړې: ((د افغانستان د ځوانو رهبرانو نوښت په دې باور لري، چې د شيکاګو په سرمشريزه غونډه کې به کيسه توپير ولري، تمه نه کېږي چې د نړۍ کوم مشر به په افغانستان کې د خپلو پوځي او اقتصادي پلانونو او يا مرستو د زياتولو اعلان وکړي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، په لوېديځ او په تېره بيا په امريکا کې سياسي او اقتصادي شرايط د ناټو مشرانو ته د دې اجازه نه ورکوي چې د يوې نامعلومې مودې لپاره داسې ګران بيه جګړه پر مخ بوځي.))
د يادې ټولنې په اند، د ځواکونو چټک وتل به نه يواځې د زړونو او فکرونو د لاسته راوړلو د ماموريت ناکامي تضمين نه کړي، بلکې دغه کار کولى شي تر ٢٠١٤ کال وروسته په هېواد کې بله کورنۍ جګړه رامنځته کړي.
خبرپاڼه کاږي: ((دغه کار په خپل وار سره کولى شي پر افغان سياست باندې د برلاسي لپاره د لرې او نږدې ګاونډيانو ترمنځ سيمه ييزه سيالي لا زياته کړي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، د ا د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې دنده ده چې په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال وروسته مودې لپاره افغان ولس ته څرګند لرليد وړاندې کړي.
سرچينه وايي، د افغانستان د ځوانو رهبرانو نوښت په دې باور دى، چې په افغانستان کې برياليتوب کېداى شي يواځې د تېرو لسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو له لارې چې د وينو او پيسو په سترو قربانيو سره ترلاسه شوې، تضمين شي.
يادې ټولنې په خپله خبرپاڼه کې ځينې اندېنښې او وړانديزونه په ډاګه کړي دي.
د دې ټولنې د وړانديزونو او اندېښنو په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د تلپاتې امنيت لپاره د افغان امنيتي ځواکونو پر ځان بسياينه او د اوسني شمېر پاتې کېدل اړين دي او کمښت به يې زيات شمېر روزل شوي سرتېري بې کاره کړي.
سرچينې زياته کړې، چې په رڼه توګه د ٢٠١٤ کال د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره افغان ملي ځواکونه د يوه نړيوال سوله ساتي ماموريت ته اړتيا ليدل کېږي.
دغه راز يادې ټولنې وړانديز کړى، چې د ناټو ځواکونه بايد د بدلون په لسيزه (٢٠١٤-٢٠٢٤) کې د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي، د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه بايد د افغانستان له پولو و ايستل شي او په بهر کې د وسلوالو مخالفينو د خوندي ځايونو موضوع هم حل او فصل شي.
دوى اندېښنه څرګنده کړې، چې که چېرې په افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه بريالۍ نه شي نو د نړيوال امنيت او سولې لپاره به ناوړه پايلې ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ځوانو رهبرانو نوښت د افغان ځوانانو يوه ناپېيلې او غير سياسي ډله ده، چې په افغانستان کې د ټولنيزو، اقتصادي او سياسي ستونزو د حل لپاره ګډ ارزښتونه او معتقدات لري.
دغه نوښت د امريکا د اسيايي ټولنې د ٢١ ځوانو رهبرانو د پروګرام په مرسته په ٢٠١١ کال کې رامنځته شوى چې د ملي شورا، حکومتي ادارو، مدني ټولنو او رسنيو استازي يې غړي دي.