Language

د ايران سفارت لومړى مستشار د بهرنيو چارو وزارت ته احضار شو

کابل ښار (پژواک ٢٠ غويى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ايران سفارت له لومړي مستشار څخه په کابل کې د ايران د سفير د وروستيو څرګندونو په اړه توضيحات وغوښتل.

په افغانستان کې د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند تېره اونۍ د مشرانو جرګې له رييس فضل هادي مسلميار نه غوښتي وو، چې دغه جرګه دې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو تړون نه لاسليکوي.

راپورونه کاږي، چې د ايران سفير له مسلميار سره په ليدنه کې خبردارى ورکړى دى، چې د دغه تړون د تصويب په صورت کې به ايران افغان کډوال وباسي.

په ايران کې نږدې دوه ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.

د ايران سفارت له لومړي مستشار نه په داسې حال کې د توضحياتو غوښتنه شوې، چې د ملي شوراى غړو د ايران د سفير د وروستيو څرګندونو په اړه د هېواد د بهرنيو چارو له وزارت نه غوښتي وو، چې د ايران سفير احضار کړي او د څرګندونو په اړه يې دې ترې توضيحات وغواړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي دي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د منځني ختيځ او افريقا د څانګې رييس نجيب الله علي خېل د ايران سفارت له لومړي مستشار سيدمحمد کاظم نعيمي سره تېره ورځ د بهرنيو چارو په وزارت کې خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، چې د دې ليدنې موخه د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اوږدمهاله همکاريو د لاسليک په برخه کې په کابل کې د ايران سفير د څرګندونو په اړه د توضيحاتو غوښتنه وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، علي خېل په ډاګه کړه، چې افغانستان د يوه خپلواک او ملي حاکميت لرونکي هېواد په توګه او له نړيوالو اصولو او موازينو سره سم د دې حق لري، چې د افغانستان د خلکو د ملي ګټو پر بنسټ د ا مريکا په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د همکارۍ سندونه لاسليک کړي.

سرچينه ليکي، چې علي خېل له ايران سره په دوستانه اړيکو او د ګاونډيتوب پر نېکو اصولو ټينګار وکړ.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د علي خېل او کاظمي په ليدنه کې يادونه شوې، چې له امريکا او نورو هېوادونو سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه د افغانستان د خلکو د مشروع غوښتنو منعکس کوونکي دي او له شک پرته د سيمې د امن او ثبات په ټينګښت کې زيات اهميت لري.

ايران په داسې حال کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون له لاسليک څخه اندېښمن دى، چې امريکا په دغه تړون کې ژمنه کړې، چې د افغانستان له خاورې او تاسيساتو نه به د نورو هېوادونو پر وړاندې د پيل د ټکي په توګه کار نه اخلي.

همدارنګه امريکا په دغه تړون کې ويلي دي، چې د افغانستان ملي حاکميت او خپلواکۍ ته درناوى لري او په دغه هېواد کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو هڅه نه کوي او د داسې حضور هڅه هم نه کوي، چې د افغانستان ګاونډيو ته ګواښ راولاړ کړي.

Related Topics