چاريکار (پژواک ٢٠ غويى ٩١): اټکل کېږي چې د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د ٩٠٠زرو ډالرو په ارزښت د جاپان په مرسته د يوولسو ښوونځيو د ودانيو په بيارغولو او جوړولو سره د لسو زرو زده کوونکو ستونزې د ځاى له پلوه هوارې شي.
د پروان د پوهنې رييس زلمي شهيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عبدالستار شهيد، د نکاح خېلو د نجونو، د بازيد کلا د نجونو او د شمالزي لومړني ښوونځيو د الحاقيو ودانۍ په دې پروژو کې شاملې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د اووع نورو ښځوونځيو ودانۍ بيارغول کېږي، دېوالونه يې احاطه شوي، ژورې څاګانې ورته کېندل شوي او د څښاک د اوبو زېرمې هم ورته جوړې شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پروژې د جاپان له خوا تمويلېږي او په څلورو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې په بشپړېدو به يې د درسي ځاى له پلوه د څه باندې لس زرو زده کوونکو ستونزې هوارې شي.
د عبدالستار شهيد د نهم ټولګي زده کوونکې زبيدې وويل، چې په دې ښوونځي کې د زده کوونکو شمېر زيات دى، خو د لوست لپاره مناسب ځاى نه لري.
د ې زده کوونکې زياته کړه: ((که الحاقيه جوړه شي، زموږ ستونزې به تر يوه حده هوارې شي.))
د بګرام ولسوالۍ د بازيد کلي اوسېدونکي محمدنويد ناصري هم وويل، چې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي وويل چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد الحاقيه ودانۍ جوړې شي.
د بګرام د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې ٤٨ ښوونځي فعاليت کوي، چې ټول يې ودانۍ لري او زرګونه نارنيه او ښځينه زده کوونکي په کې لوست کوي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د يونيم ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د پوهنې رياست د ١٣ پروژو د جوړولو چارې د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې هم پيل شوې وې.