لښکرګاه (پژواک ٢٠ غويى ٩١): د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ځايي شورا د غړو د ټاکلو لپاره ١١٠٠ ښځو او ٤زره نارينه وو رايه اچونه ترسره کړه.
دغه ټاكنې په داسې حال كې له درېيو كلونو وروسته بيا ترسره كېږي، چې په تېره دوره كې د چارواكو په خبره، د دغې ٤٥ کسيزې شورا ۱۳ غړي په بېلابېلو بريدونو كې وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي سلاكار وحيدالله الفت چې د يادو ټاکنو د بهير د څارنې په موخه د ګرشک ولسوالۍ ته ورغلى و پژواک خبري اژانس ته وويل درې كاله وړاندې په ډېر كم شمېر كسانو د دې ولسوالۍ د پراختيايي شورا د غړو په ټاكلو كې رايه وكاروله، خو اوس چې امنيت ښه شوى دى د ۴ زره نارينوو ترڅنګ ۱۱ سوه ښځو برخه اخيستي ده.
د هغه په وينا، په دې دوره ټاکنو کې د ګرشك د شورا ۳۵ غړي وټاكل شول او د هغو سيمو د غړو لپاره لس څوكۍ خالي پاتې شوې، چې اوس يې امنيت د ډاډ وړ نه دى.
نوموړي زياته کړه، چې په ټاكنو كې پنځو مېرمنو هم د يادې شورا غړيتوب ترلاسه کړى دى.
د هغه په وينا، پراختيايي شورا دنده لري چې د ولسوالۍ له چارواكو سره يو ځاى د امنيت، عدالت او د دې ولسوالۍ د اقتصادي ودې لپاره په ګډه کار وکړي.
د ګرشك ولسوال حاجي محمدسليم رودي هم د ټاكنو پر مهال وويل، چې په ګرشك ولسوالۍ كې د همدغو قومي مشرانو او ټولنيزې شورا په هلو ځلو امنيت ښه شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((د دغه ولايت په نورو ولسواليو كې ښځې نه شي كولاى چې د رايو اچولو لپاره د ولسوالۍ مركز ته راشي، خو په ګرشك كې دا دى سلګونه ښځې خپله رايه كاروي.))
د هغه په خبره، كه چېرې خلك وكولاى شي، چې وړ كسان د ټولنيزې شورا لپاره وټاكي، نو نه يواځې چې د خلكو ستونزې به ورسره هوارې شي، ترڅنګ به يې د ولسوالۍ له امنيتي چارواكو سره په امنيت او اړوندو ستونزو كې هم مرسته كړې وي.
د فاطمې په نوم د يادې شورا يوې غړې، چې په ټاكنو كې بريالۍ شوې پژواك اژانس ته وويل، چې د ګرشك ولسوالۍ خلك له سولې، ښوونې او روزنې سره خورا زياته مينه لري، چې همدا اوس په زرګونو نجونې ښوونځيو ته ځي.
د هغې په وينا، په شوراګانو او دولتي ادارو كې د ښځو د ګډون ګټه دا ده، چې د ښځو د حقونو پوښتنه به كوي، چې دغه كار په ګرشك ولسوالۍ كې مخکې هم شوى دى او اوس هم كېږي.
د دغې شورا پخواني رييس او اوسني غړي حاجي بهلول پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه ټاكنې په ډيموكراتيكه فضا كې ترسره شوې او د همدې شورا په مرسته به په ګرشك ولسوالۍ كې نور هم حالت ښه شي.
د هغه په وينا، دوى په تېره دوره کې له سختو ستونزو سره مخ شوي، د شورا غړي وژل شوي او ټپيان شوي دي، خو له خپل هوډ څخه نه دي اوښتي.
حاجي محمدظريف، چې په نننيو ټاکنو کې يې خپله رايه کارولې، د شورا له غړو وغوښتل چې په خپله دنده کې رښتيني و اوسې، خلکو ته ښه خدمت وکړي او د پراختيايي پروژو او مرستو په چارو کې درغلي ونه کړي.
د هلمند ګرشك ولسوالۍ د سنګين، لښكرګاه، نادعلي، موسى كلا او نوزاد ولسواليو ترمنځ پرته ده او د كندهار-هرات لويه لاره يې هم په منځ کې تېره شوې، له همدې امله د نورو سيمو په پرتله له ډېرو امنيتي ګواښونو سره مخ وي.