کلات (پژواک ٢٠ غويى ٩١): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د عملياتو په ترڅ کې يو وسلوال طالب وژل شوى او ۲۳ نور ژوندي نيول شوي دي.
د زابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د غويي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو زياته برخه ملي پوليسو ترسره کړې ده؛ خو په ځينو کې ورسره بهرنيو ځواکونو مرسته کړې ده.
د هغه په وينا، ياد عمليات د زابل په شاه جوى، نوبهار، شينکۍ او سيورۍ ولسواليو کې ترسره شوي، چې پر مهال يې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.
نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو لس کلاشينکوفونه، ۳ پيکا، ۶ موټرسايکلونه، ۶ مخابرې، ۲۳ شاجورونه او نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.
امنيه قوماندان وويل چې په عملياتو کې پوليسو او ايساف ځواکونو، يو شمېر د سړک پر غاړو خښ شوي ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي.
دى زياتوي: ((اوس هم د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د پوليسو له لوري تصفيوي عمليات دوام لري، ترڅو په سيمه کې د دولت د مخالفينو د فعاليت مخه ونيول شي.))
بل خوا د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي د خپلو ملګرو وژل او نيول کېدل ردوي او وايي، چې په زابل کې يې په بېلابېلو بريدونو کې لسګونه کورني او بهرني سرتېري وژلي دي.
د يو بل خبر له مخې، د زابل چارواکي وايي چې په مرکز کلات ښار کې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ يو افسر د وسلوالو طالبانو په بريد کې تر ټپي کېدو وروسته ووژل شو.
د زابل د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل چې بريد تېر ماښام شاوخوا اووه بجې رامنځ ته شو.
د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو د کلات ښار له مرکزي چوک سره نږدې د امنيه قوماندانۍ پر دغه افسر ډزې وکړې او ټپي يې کړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټپي شوی افسر روغتون ته يوړل شو؛ خو نن سهار اته بجې يې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوی افسر حبيب الله نومېده او پوليسو د پېښي په تړاو پلټنې پيل کړې دي؛ خو تراوسه يې څوک په تور نه دي نيولي.
وسلوالو طالبانو د نوموړي د وژنې مسووليت په غاړه اخيستی دى.
د وسلوالو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوی کس د زابل د ملي امنيت په رياست کې دنده درلوده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP