Language

په کابل ښار کې د يوه مارکېټ خاوند ووژل شو

کابل (پژواک ٢٠ غويى ٩١): د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اړوند د مريم لېسې په سيمه کې د المدينه مارکېټ خاوند د يوه کس له خوا د تومانچې پر ډزو ووژل شو.

د وژل شوي حاجي محمدګل زوى رحمت الله د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پلار يې نن سهار شاوخوا ١٠ بجې د ياد مارکېټ مخې ته ووژل شو.

دى دعوه کوي، چې د پلار قاتل يې د ملي امنيت کارکوونکى دى او پلار يې د مارکېټ په مخکې د پرتو کثافاتو د لرې کولو پر سر د شخړې له امله د تومانچې په وسيله ووژل شو.

رحمت الله زياته کړه: ((د مارکېټ مخې ته چټلي وه، ويل يې دا لرې کړه، دا خو نو د هغه کار نه دى، خو حاجي ورته ويلي وو چې ښه لرې کوم يې، نو هغه خو چرسي شى و، هماغه د ملي امنيت کارمند دى، ورور يې څارنوال دى، پوليسو ته مې خبر ورکړ، پوليس کور ته نه شواى ورتلاى، ولې ظالمه! ته څنګه يو نفر نه شې ګير کوى؟!))

وژل شوى کس په اصل کې د پکتيا ولايت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

د وژل شوي کس د تره زوى خپل نوم څرګند نه کړ او ويې ويل، چې حاجي محمدګل د دې لپاره وژل شوى چې قاتل ترې غوښتل مارکېټ پرې خرڅ کړي.

ده وويل، چې د مارکېټ له مخې د کثافاتو لرې کول يوه پلمه وه.

د سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد نصيراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له المدينه مارکېټ څخه خاورې او تېږې د مارکېټ مخې ته راټولې شوې وې، چې خلکو پرې نيوکه درلوده.

د ده په خبره، د سيمې يوه اوسېدونکي، چې پر شنکر مشهور وو، د مارکېټ له خاوند سره د کثافاتو د لرې کولو پر سر لفظي شخړه وکړه.

دى وايي، چې د مارکېټ خاوند پر شنکر نومي د خښتې ګوزار وکړ، چې شنکر يې په غبرګون کې هغه د تومانچې پر ډزو وواژه او له سيمې وتښتېد.

د پوليسو د يوولسمې امنيتي حوزې مشر مير امان الله ظفر پېښه تاييد کړه، خو ويې ويل چې په اړه به يې تر څېړنې وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.

Related Topics