Language

په بټي کوټ کې نهه تنه ونيول شول

جلال اباد، لښکرګاه (پژواک ٢١ غويى٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې  له تېرې شپې راهيسې عمليات پيل شوي، چې په پاېله کې يې نهه تنه نيول شوي او يوتن ټپي شوى دى.

د بټي کوټ ولسوال حاجي زلمي د غويي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت په مشرۍ افغان ځواکونو ددغې ولسوالۍ په کوډۍ کلي کې د ملي اردو او ايتلاف په ملاتړ يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل .

سرچينې زياته کړې، چې په دې عملياتو کې له وسلوالو مخالفينو سره د ملاتړ او تړاو لرلو په شک يې نهه تنه نيولي او يوتن ټپي کړى دى.

ولسوال وويل،چې له نيول شويو څخه درې ميله وسلې او يو بې پليټه موټر هم ترلاسه شوى دى.

بل پلو د سيمې اوسيدونکو پژواک ته وويل،چې په دغو عملياتو کې له افغان ځواکونو سره ايتلافي ځواکونو هم مرسته درلوده.

د نجيب الله په نوم يوتن پژواک ته وويل،چې په دغو عملياتو کې ، چې له تېرې شپې څخه د سهار تر لسو بجو روان وو، يو ملکي وګړى هم ټپي شوى دى،چې د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته ومنله چې د پېښې له ځاى څخه ورته يو ټپي راوړل شوى دى.

په ختيځو ولاياتو کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل،چې دغه عمليات يواځې افغان ځواکونو ترسره کړي او له دوى سره کوم تړاو نه لري.

د يادونې ده ، چې بټي کوټ د ننګرهار هغه ولسوالي ده ، چې د تورخم جلال اباد پر لويه لار پرته ده ، چې د نا امنۍ پېښې پکې رامنځ ته کيږي.

د يو بل خبر له مخې ، د هلمند ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې امنيتي ځواکونو او مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د والي وياند داوود احمدي پژواک  ته وويل چې پرون د ناوې ولسوالى دخلج په سيمه كې وسلوالو مخالفينو د ملي اردو پرپلې ګزمې ډزې وكړې ،چې په دې ترڅ كې نښته رامنځته او په پايله كې يې يو وسلوال وژل شوى اوبل تن ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دې نښته كې د ملي اردويوسرتيرى سخت ټپي شوى، چې وروسته يې د ټپونوله امله ساه وركړې ده.

نوموړي داهم وويل چې په همدې ورځ د مارجې د تريخ ناورپه سيمه كې يوتن سيمه ييز پوليس چې د خپل كور پر لور روان و ،د وسلوالو لخوا وژل شوى دى.

Related Topics