په دې ددويزه مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو برخو سربېره د خيبر پښتونخوا يو شمېر شاعرانو او ليکوالانو کې ګډون کړى وو.
کونړ سيند مشاعره هرکال دکال په لومړيو کې په ازاده توګه نمانځل کيده ،خو دادويم کال دى، چې په دولتي چوکاټ کې ترسره کېږي.
د کونړسيند پنځمې کلنۍ مشاعرې ته دکونړسيمې له شاعرانو سربېره دننګرهار ،لغمان اود پولې له هغې غاړې شاعران رابلل شوى وو، چې هريوه په خپل شعرکې د سولې امن او يووالي خبرې نغښتې وې.
مشاعرې دوه برخې لرلې ، چې لومړۍ برخه يې لنډو خبرو ته ځانګړې شوې و ه ،چې پوهاند مجاوراحمد زيار او يوشمير نورو ليکوالو د مشاعرې په ارزښت او د کونړ سيند په تاريخچې خبرې وکړې .
مشاعره له پلازمېنې کابل څخه د راغلي ليکوال اوشاعر عبدالغفور لېوال په ازاد نظم سره پيل شوه او په وار سره راغلو شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل.
له ننګرهاره راغلي ليکوال اوڅېړونکي محمداصف صميم د مشاعرې په اړه وويل چې مشاعره ازاده وه ، سانسور يې نه درلود، شاعرانو بېلابېل انتقادې ، ټولنيز او عشقې مضامينوته په شعرونوکې ځاى ورکړې وو.
خو هغه زياته کړه ، چې تر ډېره له پاکستان سره د افغانستان په وروستيواړېکو او سياسي حالاتو اغيز، په شعرونو کې له ورايه ښکاريده ، دوخت دکمي له کبله ټولو شاعرانو ته په کې دشعر ويلو وخت ورنکړل شو.
له لغمان څخه راغلي شاعر اکرام الله اکرام مشاعره هنري او ادبي وبلله او زياته يې کړه، چې د همدې مشاعرو په مټ کولاى شي، چې دلر او بر پښتنو په مخ پرتو ستونزو ته دپاى ټکى کيږدي او ديوالي لپاره کار وکړي .
د مشاعرې ګډونوالو دخيبرپښتونخوا د سياسي مشر او مبارز شخصيت پر مزار دبمي بريد غندنه وکړه او له پاکستاني چارواکو يې ددغسې کړنو دمخنوي غوښتنه وکړه.