Language

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ملکي تلفات ٢٠ سلنه کم شوي

کابل(پژواک٢٢غويى٩١): ملګري ملتونه وايي، چې له پنځو کلونو پرله پسې ملکي تلفاتو د کچې تر لوړېدا وروسته، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د روان زېږديز کال  په لومړۍ ربعه کې ملکي تلفات ٢٠ سلنه کم شوي دي.

په افغانستان کې ملکي تلفات هغه موضوع ده ، چې د بهرنيو پوځيانو پروړاندې يې د خلکو احساسات راپارولي او د افغان حکومت او د هغه غربي ملګرو ترمنځ پر اړيکو يې اغيز شيندلى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبش  Jan Kubis چې ويل يې ملکيانو ته د تلفاتو اړولو ترشا نور عناصر هم شته، زياته کړه چې ښايي د کال په لومړۍ ربعه کې جګړې لږې وې.

يان کوبش بهرني خبري اژانس رويترز ته وويل:(( په دويم قدم کې د دولت طرفدار ځواکونه او په ځانګړې توګه نړيوال پوځيان هڅه کوي، چې د ملکي تلفاتو کچه راټېټه کړي، په خواشينۍ سره دغو تلفاتو شتون درلود، خو هغوى خپلې هڅې کړې دي.))

هغه د روان زېږديز کال له جنورۍ تر اپرېل مياشتې د وژل شويو او ټپيانو شمېره څرګنده نه کړه ، خو ويې ويل چې دا به د شيکاګو تر ناستې وروسته چې د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې جوړېږي، خپور شي.

کوبش وويل چې د ملکي تلفاتو په شمېر کې ٢٠ سلنه کموالى، د تېر کال لومړۍ ربعې ته ورته وو.

 د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېر ٢٠١١ کال کې د سړک د غاړې د ماين په چاودنو، ځانمرګيو بريدونو او نورو جګړو کې  ٣٠٠٠ تنه ملګي وګړي ووژل شول او ٤٥٠٠ ټپيان شول، چې د تېر ٢٠١٠ کال په پرتله ٥ سلنه ډېر وو.

 يان کوبش وويل چې تر ډېره د دولت مخالف وسلوال د ملګي وګړيو د تلفاتو لامل کېږي، ځکه چې هغوى د ځانمرګيو بريدونو په څېر له ويروونکو وسايلو په ډېرېدونکي توګه کار اخلي.

هغه زياته کړه ، سره له دې چې طالبان ژمنه وکړه چې په خپلو پسرلنيو عملياتو کې به د ملکي وګړو ژوند ساتنې ته به ډېر پام کوي،خو بيا هم د تېرې پنجشنبې په ورځ له هلمند کې د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې ٧ ملکي وګړي ووژل شول چې پنځه يې ماشومان وو.

سره له دې چې ناټو په دې وروستيو کې د ځينو تلفاتو مسوول ګڼل کېږي، ولسمشر حامد کرزى وايي ، که چېري افغانان د مصوونيت احساس ونه کړي، نو له امريکا سره ستراتيژيک تړون به بې معنى شي، چې د روانې مياشتې په لومړيو کې لاسليک شو،.

د افغانستان او ا مريکا ترمنځ وروسته له هغه اړيکې يوڅه ترينګلې شوې چې دهمدې کال په لومړيو کې امريکايي سرتېري په افغانستان کې قران سوځونې  او په کندهار کې د ملکي وګړيو په څېر د يو لړ پېښو مسوول وبلل شول.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کوبش وويل چې د ملکي وګړيو د تلفاتو د مخنيوي لپاره يې د امريکايي سرتېرو لخوا (ښکاره هيلې) ليدلي دي.

 کوبش زياته کړه:(( دې پديدې ته د افغانستان د حکومت پلوي او ايساف ځواکونو د پام اړلو په موخه ما  د امريکايي سرتېرو کلکې هڅې ليدلي دي.))

ديادونې وړ ده چې وسلوالو طالبانو تل د ملګرو ملتونو دا ډول راپورونه رد کړي دي چې ګوندې د ملکي تلفاتو ډېرۍ برخه ددوى لخوا رامنځته کېږي.