کلات ( پژواک ٢٢ غويى ٩١ ) : په زابل ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې له طالبانو سره د تړاو په تور یو شمیر کسان نیول شوي دي .
د دې ولایت د شهرصفا ولسوال ښادي خان د غويي په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه عملیات نن سهار وختي ترسره شوي دي .
دده په خبره، چې بهرنیو ځواکونو د ځانګړو افغان ځواکونو په ملتیا د ولسوالۍ د مرکز سوېل لورته په یوه غرنۍ سیمه کې عملیات ترسره کړي او څلور وسلوال طالبان یې نیولي دي.
نوموړی وایي، چې د عملیاتو موخه د ملاشکور په نوم د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان و ، خو تراوسه څرګنده نه ده ، چې نوموړی هم نیول شوی او که څنګه؟
ولسوال زياته کړه، چې د عملیات په سیمه کې ملکي وګړي استوګنه نه لري، ځکه نو هغوى ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی .
ایساف ځواکونو هم دغه عملیات تایید کړي دي .
د دغو ځواکونو لخوا د غويي په ۲۲مه، پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو یو قوماندان له یو شمیر نورو کسانو سره نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي قوماندان په سیمه کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې لاس درلود او د کندهار په دامان ولسوالۍ کې یې ځانمرګي بریدونه تنظیمول.
وسلوالو طالبانو تراوسه پورې د افغان او بهرنیو ځواکونو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي .
دوه ورځې مخکې هم د زابل د امنیه قوماندانۍ چارواکو د ۲۳ طالبانو د ژوندي نیولو خبر ورکړی و .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP