Language

ايساف د خپلو دوو سرتېرو د وژلو خبر ورکړ

لښکرګاه (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د هلمند امنيه قوماندانۍ وايي چې د دوى د يوه پوليس له خوا يو بهرنى سرتېرى وژل شوى دى؛ خو ايساف بيا وايي چې وسلوالو طالبانو د دوى دوه سرتېري وژلي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد فرهنګ د غويي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په درېيو بجو د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې سيمې د ٦٠١ سړک په غاړه د ملي پوليسو په يوه کنډک کې دوو پوليسو پر بريتانوي سرتېرو ډزې کړې، يو يې وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

 د نوموړي په وينا، ياد پوليس له ډزو وروسته وتښتېدل او هڅه يې کوله، چې د طالبانو سيمې ته ځانونه ورسوي؛ خو د نورو ملي پوليسو له خوا پرې ډزې وشوې، يو يې ووژل شو او بل يې په ټپي حالت کې په تېښته بريالى شو.

په هلمند کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د ايساف يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.

خو سرچينې د پېښې په اړه نور معلومات ورنه کړل.

په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې نن د افغانستان په سوېل کې يې دوه سرتېري د وسلوالو مخالفينو له خوا وژل شوي دي.

خو سرچينې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
ايساف وايي چې د دوى لومړني راپورونه وايي، چې ياد سرتېري يې د طالبانو له خوا وژل شوي دي؛ خو د دې ادعا په اړه پلټنې کوي چې ګوندې د پوليسو له خوا وژل شوي دي.

ايساف وايي، په متقابلو ډزو کې يو وسلوال بريدکوونکى هم وژل شوى او د دويم ملګري يې پلټنه روانه ده.

سرچينې زياته کړې، چې د دې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

تېره اونۍ هم، په هلمند ولايت کې د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا يو امريکايي سرتېرى وژل شوى و.

پرون د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو يو افسر، د ايساف د يوه امريکايي سرتېري تر وژلو او دوو ټپي کولو وروسته په تېښته بريالى شو.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې دا ډول پېښې زياتې شوې دي.

بريتانيا په افغانستان کې شاوخوا نهه زره سرتېري لري، چې په هلمند کې مېشت دي او تراوسه يې شاوخوا ٤١٢ سرتېري وژل شوي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.