لښکرګاه (پژواک ٢٣ غويى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې د پوليسو په عملياتو كې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د غويي په ۲۳مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د موسى كلا ولسوالۍ د خواجه داد، مسلماني او ځينو نورو سيمو كې پوليسو عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې د نښتو په ترڅ کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د وژل شوو درېيو طالبانو مړي پوليسو له ځان سره ولسوالۍ ته وړي او دغه راز په يادو عملياتو كې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په همدې مهال يو ميل راكټ، يو ميل كلاشينكوف او ١٠ كړۍ ماينونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د فريد په خبره، د يادو عملياتو موخه دا وه، چې سيمه له وسلوالو طالبانو پاكه كړي.
دغه راز نوموړى وايي، چې تېره ورځ په سنګين كې له چاودېدونکو توکو ډک موټر پوليسو کشف او شنډ کړ.
فرهنګ زياتوي، چي تېره ورځ په ګرشك ولسوالۍ او لښكرګاه ښار كې هم د ملي امنيت او پوليسو له خوا يو شمېر ماينونه کشف او شنډ شوي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د دوى يو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تېره ورځ يې د موسى كلا د سربېښې په سيمه كې يې د يوه ماين په چاودنه كې د بهرنيوځواكونو يو موټر ويجاړ كړى او په کې سپاره سرتېري يې وژلي دي.