Language

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د کابل نړيوال کنفرانس چې په راتلونکې مياشت کې جوړېږي، د هېواد د بهرنيو اړيکو په برخه کې ډېر مهم بولي.

 د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين د غويي په ٢٣مه، کابل کې وويل چې د افغانستان په اړه د استانبول د کنفرانس د پرېکړو د تعقيبولو په موخه، ټاکل شوې ده د منځني اسيا د هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون ناسته د راتلونکې زېږديزې مياشتې په ١٤مه، کابل کې جوړه شي.

 د نوموړي په وينا، افغانستان د استانبول د پروسې په اړه د خپل ليدلوري له لارې د سيمې په کچه په سياسي سلا مشورو ټينګار کړى دى.

 لودين وويل، چې افغانستان د استانبول په کنفرانس کې ژمنه کړې، چې د سيمې په کچه د اعتماد جوړونې په موخه، د سيمې له هېوادونو سره سياسي مشورې ترسره کړي.

 د استانبول کنفرانس د ٢٩ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون او له افغانستان څخه د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د يوه پلاوي په ګډون، د تېر کال د لړم په مياشت کې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شو.

 لودين وويل، چې د استانبول کنفرانس د سيمه ييزو همکاريو په چوکاټ کې لومړنى کنفرانس دى، چې په کې د سياسي مسايلو په اړه خبرې وشوې او د يوې پروسې په توګه په تعقيبي ناستو کې  دوام مومي.

 نوموړي زياته کړه، چې د سيمې د هېوادونو په کچه د اعتماد جوړونې په موخه به افغانستان يو لړ عملي وړانديزونو وکړي، چې په دې برخه کې يو لړ وړانديزونو د استانبول په کنفرانس کې هم شوي دي.

 د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل، چې د کابل د راتلونکې مياشتې کنفرانس کې د افغانستان يو بل وړانديز د يو شمېر سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو په کاري مسايلو کې، چې د سيمه په کچه فعاليت لري، همغږي ده.

 د نوموړي په وينا، په تېرو لسو کلونو کې د سيمه ييزو همکاريو ډېر تمرکز پر اقتصادي موضوعاتو وو، چې د سياسي مسايلو په پرتله په سيمه کې لږ حساسيت لري.

 د لودين په وينا، په سيمه کې پر يو بل اتکا،  همنوايي او همفکري د نړۍ د نورو سيمو په پرتله په تيټه کچه کې ده، له همدې امله په تېرو لسو کلونو زياتره لږ حساسيت لرونکو موضوعاتو، لکه اقتصادي مسايلو ته پاملرنه شوې ده.

 د استانبول کنفرانس په لومړي ځل، سياسي موضوعات او د اعتماد مسئله په سيمه کې وړاندې کړه.

 نوموړي وويل، چې په افغانستان کې سوله او ثبات په سيمه کې سياسي همکاريو ته اړتيا لري.

 

Related Topics