Language

د کونړ له ١٩زره اړو کورنيو سره د غنمو مرسته کېږي

اسعداباد (پژواک ٢٣ غويى ٩١): په کونړ کې د کرني او مالدارۍ وزارت له لوري د ١٩ زره بېوزله کورنيو سره د غنمو د مرستې لړۍ پيل شوه.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس محصل خان فتوحي د غويي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو غنمو مرسته د هندوستان هېواد له لوري له کرنې وزارت سره شوې، چې کونړ ته په کې ١٩سوه ټنه ونډه ورکړل شوې ده.

د هغه په وينا، ياد غنم به په ټول کونړ کې پر ١٩زره بېوزلو کورنيو ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به ١٠٠ کيلوګرامه غنم ورکړل شي.

د غنمو د مرستې د وېش پر مهال د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي له هندوستان هېواد څخه مننه وکړه، چې له بېوزلو کورنيو سره يې ياده مرسته وکړه.

نوموړي زياته کړه، دغه مرستې به د يو ځانګړي کمېسيون له لارې په ټول کونړ کې پر  يادو کورنيو ووېشل شي.

د والي په خبره، په يادو مرستو کې د لومړيتوب حق يتيمانو او معيوبينو ته ورکړل شوى دى.

يو ١٥کلن  يتيم نصيرالله، چې د غنمو مرسته يې ترلاسه کړې وه پژواک اژانس ته وويل، خوښ دى، چې د ده له کورنۍ سره د حکومت له لورې د دوو بوريو غنمو مرسته وشوه.

د هغه په وينا، که چېرې دولت له يتيمانو او کونډو سره دوه يا درې مياشتې وروسته په همدغه ډول مرستې وکړي، نو د دوى به پرې ډېرې ستونزې هوارې شي.

د يادونې ده، چې د هندوستان هېواد له کرنې او مالدارۍ وزارت سره د ٦٠زرو ټنو  غنمو مرسته کړې، چې د هېواد په ډېرى ولايتونو کې به يې پر بېوزله کورنيو ووېشي.

 

Related Topics