Language

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د پښتو ژبې د ستر شاعر او سياستوال اجمل خټک پر مزار بريدونه په کلکه وغندل.

چهار شنبې د غويي په شلمه نېټه د پېښور د نوښار په اکوړه خټک سيمه کې د اجمل خټک په نوي جوړېدونکې مزار کې د ماين چاودنې ترسره شوې، چې له امله يې لس تنه ټپيان او د زيارت ودانۍ هم زيانمنه شوه.

د ولسمشر د وياندوى له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د خټک او دغه راز په تېرو کلونو کې د صوفي شاعر رحمن بابا او عارف شاعر حمزه بابا پر مزارونو بريدونه په سيمه کې د پښتون قوم د يووالي پر وړاندې د سيسه او د هغوی له فرهنګ سره دښمني وبلله.

حامد کرزي ويلي: “دښمنان دې پوه شي چې په دا رنګه کړنو به خپلې شومې موخې ته ونه رسېږي او نه به د پښتنو د سترو شخصيتونو نومونو او اثارو ته کوم زيان ورسوي.”

Related Topics