محمودراقي (پژواک ٢٣ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې د يوه راکټ د لګېدو له امله درې د قابله ګۍ زده کوونکې او يوه بله ملازمه ټپيانې شوې دي.
د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرزا محمد رجا د غويي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې له ناڅرګند لوري د راکټ يوه مرمۍ د قابله ګۍ د زده کړې د مرکز پر ليليې ولکېده، چې له امله يې درې زده کوونکې او يوه ښځينه ملازمه ټپيانې شوې.
د هغه په وينا، چې ټپيانې يې د پنجشېر ولايت روغتون ته وړي، خو د يوې ټپي قابلې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
نوموړي زياته کړه، چې ټپيانې د بدخشان او تخار ولايتونو اوسېدونکې وې او په کاپيسا کې يې د قابله ګۍ زده کړې کولې.
د کاپيسا د کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق پژواک اژانس ته وويل، چې د راکټ ياده مرمۍ د کوهستان ولسوالۍ له سوېل لورې توغول شوې وه.
د هغه په وينا، د پېښې په اړه د دوى د ولسوالۍ پوليسو بېړنۍ پلټنې پيل کړې او په تور يې تر اوسه يو شمېر کسان نيولي، چې پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.