Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩١): افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد په درېيم پړاو کې يوولس نور ولايتونه شاملېږي، چې په بشپړېدو سره به يې دغه پروسه سرتاسري او د ټولو ولايتونو د مرکزونو امنيت به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

دغه څرګندونې د لېږد د چارو کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د غويي په ٢٤مه، له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو لېږد د درېيم پړاو د اعلان په اړه جوړې شوې غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې کندهار، بغلان، فراه، فارياب، خوست، کونړ، کندوز، نورستان، پکتيکا، پکتيا او زابل هغه ولايتونه دي چې د لومړي ځل لپاره د چارو د لېږد په بهير کې شاملېږي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، اروزګان او کاپيسا هغه ولايتونه دي چې په ټولو اداري واحدونو کې يې په همدې پړاو کې د چارو لېږد بهير ترسره او بشپړېږي.

د هغه په وينا، د پروان په دوو اداري واحدونو کې چې له تېرو پړاوونو څخه پاتې وو، د چارو د لېږد د درېيم پړاو په ترسره کېدو سره، په دې ولايت کې هم د لېږد چارې بشپړېږي.

احمدزى وايي چې د درېيم پړاو په ترسره کېدو سره به، د هغو ولايتوو شمېر چې د امنيتي چارو مسووليت يې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، يوولسو ته ورسېږي.

د سرچينې په وينا، په دې ولايتونو کې بلخ، باميان، ډايکندي، کابل، کاپيسا، نيمروز، پنجشېر، پروان، سمنګان، تخار او اروزګان  شامل دي.

هغه وويل، پکتيا او خوست هغه ولايتونه دي، چې د لومړي ځل لپاره د چارو د لېږد په بهير کې شاملېږي او دغه لړۍ يې يواځې په مرکزونو کې ترسره کېږي.

خو د سرچينې د څرګندونو له مخې، بدخشان، بادغيس، غزني، غور، هلمند، هرات، جوزجان، لغمان، لوګر، ننګرهار، سرپل او ميدان وردګ هغه ولايتونه دي چې په بېلابېلو پړاوونو کې د لېږد چارې يې په يو شمېر اداري واحدونو کې ترسره شوې دي؛ خو په درېيم پړاو کې شامل نه دي.

اشرف غني احمدزي وويل، چې د لېږد په درېيم پړاو کې د هېواد د ټولو ولايتونو د مرکزونو په شاملېدو سره، له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد دغه بهير د هېواد په کچه سرتاسري بڼه غوره کوي.

دغه راز هغه وويل، ټاکل شوې ده چې د امنيتي چارو د لېږد درېيم پړاو، چې د شپږو مياشتو په موده کى به بشپړ شي، د هېواد په ١٢٢ اداري واحدونو کې ترسره کېږي، چې ٢٥ سلنه وګړي په کې ژوند کوي.

د يادولو ده چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې په لومړي او دويم پړاوونو کې د هغو سيمو امنيت افغان ځواکونو ته سپارل شوى، چې ٥٠ سلنه وګړي په کې ژوند کوي او د درېيم پړاو به بشپړېدو به دغه سلنه ٧٥ ته لوړه شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد د څلورم او پنځم پړاو په اړه ويل شوي، چې د ملي امنيت په شورا کې د لېږد پروسې کمېسيون ته لارښوونه شوې، څو خپل پام څلورم او پنځم پړاو ته واړوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پنځم او څلورم پړاو کې به د دولت ډېر تمرکز پر سرحدي ولسواليو او په ټولو اداري واحدونو کې د لېږد د پروسې پر ټينګښت وي.

له بهرنيو ځواکونو نه افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې لومړى پړاو د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په مياشت کې له باميانو ولايت نه پيل او وروسته له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل او پنجشېر ولايتونو او د مهترلام، لښکرګاه، هرات او مزار شريف ښارونو کې ترسره شو.

د دغه بهير دويم پړاو له پروان ولايت څخه پيل او په بلخ، ډايکندي، تخار، سمنګان، کابل، نيمروز، پروان ولايتونو او د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونو کې ترسره شو.

د بدخشان، هلمند، هرات، ننګرهار، لغمان، سرپل او ميدان وردګ يو شمېر ولسوالۍ هم د لېږد په دويم پړاو کې شاملې وې.

په پام کې ده چې دا پروسه به په ٢٠١٤ کال کې بشپړه شي او ټول امنيتي مسووليتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.