جلال اباد (پژواک ٢٤ غويى ٩١): د نورستان اوسني او پخواني چارواکي وايي چې د پوليسو د معاشونو د غبن په دوسيه کې لويې څارنوالۍ ټيټ پوړي مامورين نيولي او اصلي کسان يې نه دي نيولي.
څو مياشتې مخکې د نورستان د سلګونو پوليسو شاوخوا ٣٠ ميليونه افغانۍ نادرکه شوې وې، چې لس ميليونه يې ترلاسه او ٢٠ ميليونه يې اوس هم ورکې دي.
د نورستان پخوانى والي جمال الدين بدر پر اوسني والي او ا منيه قوماندان د دې پېښو د غبن تور پورې کوي؛ خو اوسني چارواکي بيا پخوانى والي او امنيه قوماندان په دې کار کې ګرم ګڼي.
اوس ويل کېږي، چې لويې څارنوالۍ په دې تور ١٤ کسان نيولي، چې تر څېړنو لاندې دي.
د نورستان والي تميم نورستانى وايي چې دى هم خبر شوى، چې لويې څارنوالۍ يو شمېر کسان نيولي دي؛ خو زياتوي چې لويې څارنوالۍ په دې قضيه کې اصلي ګناهګاران نه دي نيولي.
هغه د غويي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې قضيه کې د پوهنې استازي، د پخواني والي جمال الدين بدر د دفتر رييس او د خوړو د نړيوال سازمان (ډبليو اېف پي) استازي هم لاس درلود، خو هغوى نه دي نيول شوي.
د نوموړي په وينا، د نورستان د امنيه قوماندانۍ مالي امر په خپله اقرار کړى او ټول هغه کسان يې په ګوته کړي، چې په دې قضيه کې لاس لري؛ خو هغوى نه دي نيول شوي.
د نورستان امنيه قوماندان غلام الله هم وايي، چې لويې څارنوالۍ ټيټ پوړي مامورين نيولي او لوړپوړي چارواکي ازاد ګرځي.
خو نوموړي د کوم لوړپوړي چارواکي نوم وانه خيست.
د نورستان پخوانى والي جمال الدين بدر هم وايي، چې لويې څارنوالۍ اصلي مجرمين نه دي نيولي او يواځې څو ټيټ پوړي مامورين يې نيولي دي.
هغه پژواک ته زياته کړه: ((زه همدا نن لويې څارنوالۍ ته ورغلى وم او هغوى ته مې وويل، چې زه هر ډول محاکمې ته تيار يم، سترې محکمې ته مې هم دغه ډول ويلي دي.))
نوموړى وايي، چې يادې پيسې د ده د دندې له منفکۍ څو مياشتې وروسته ورکې شوې دي.
هغه د کورنيو چارو له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د اوسني والي او امنيه قوماندان دندې وځنډوي، ويې نيسي او تر پلټنو لاندې راولي.
بدر ادعا کوي چې داسې معلومات يې ترلاسه کړي، چې والي او امنيه قوماندان غواړي د پوليسو نور معاشونه هم ترلاسه کړي او له هېواده وتښتي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د لويې څارنوالۍ نظر هم واخلي، خو دغې ادارې سره له ډېرو اړيکو له نيولو او ژمنو سره، سره په دې اړه څه ونه ويل.